Post Image

د مۍ شپږ ویشتمه ۱۸۷۹ د امیر محمد یعقوب خان او سرلیویس کیوناري ترمنځ د ګندمک په نوم یولس ماده‌ییز تړون لاسلیک شو. دا تړون چې د افغانستان په رسمي تاریخ کې «له شرمه ډک» تړون‌لیک هم یادیږي، د افغانستان ډېره برخه یې د انګلیسانو واک ته پرېښوده، بهرنی سیاست یې له لاسه ورکړ او په کورنیو چارو کې د انګلیسانو ځانګړو استازو د لاسوهنې صلاحیت وموند.

نن یکشنبه د مۍ ۲۶مه ۲۰۱۹ له دې نېټې پوره ۱۴۰ کاله اوړي. انسان نیوز ډېسک غواړي د تېر ۱۴۰ کلن سیاست سپړنه وکړي او دا اوږد مزل د تحلیلونو، تبصرو، مرکو او راپورونو له لارې و ارزوي.

د افغانستان د معاصر تاریخ د یو نېټې په اړه داسې یوه سلسله چې د څار ځانګړی میکانیزم ولري، په رسنیز ډګر کې بې‌سارې ده. انسان نیوز ډېسک ژمنتیا ښیي چې د خلکو، پالیسۍ او سیاست په محور کې به د خپرونو تنوع، کثرت او پراختیا ته ژمن پاتې کېږي.

 

د ګندمک تړون متن

د ګندمک ۱۴۰کاله؛ یاد تړون څنګه لاسلیک شو؟

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه