Post Image

د جمعې په ورځ د هسپانيا په بارسلونا او يو شمېر نورو لويو ښارونو کې له ۵۰۰ زرو زيات کسان واټونو ته راووتل او لاريونونه يې ترسره کړل.

دوی په خپلو شعارونو کې د خپلواکۍ غوښتونکو مشرانو د خلاصون غوښتنه کوله چې د هسپانيا حکومت له لوري نيول شوي دي.

ياد مشران له دغه هېواد څخه د کتالونيا د خپلواکۍ د هڅو په تور نيول شوي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د هسپانيا محکمې د خپلواکۍ غوښتونکو ځينو مشرانو ته د اوږدمهال بند او ځينو نورو ته يې د اوږدې مودې لپاره د تبعيدي حبس سزا واوروله، چې د يادې پرېکړې په غبرګون کې لومړۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مادريد او ورپسې په بارسلونا او نورو ښارونو کې هم خلک د اعتراض په هدف واټونو ته را ووتل.

محکمې د خپلواکۍ غوښتونکو نهه تنه مشران د تجزيې، انارشۍ او له دولتي بودجې د ناسمې ګټې اخيستنې په تور په ۱۰۰ کاله بند محکوم کړي دي.

پرونی لاريون وروسته تر هغې د خلکو او پوليسو ترمنځ په اخ ډب واوښت چې پوليسو د لاريونوالو د تيت او پرک کولو هڅې پيل کړې، خو لاريونوال يې پر وړاندې ودريدل او پر پوليسو يې د ډبرو ګوزارونه پيل کړل.

د پوليسو په متقابل غبرګون کې ۱۷ تنه لاريونوال نيول شوي او ۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

په يو شمېر هغو ښارونو کې چې د جمعې په ورځ خلک د لاريون په هدف په کې واټونو ته راوتلي وو، د سوله‌ييزو لاريونونو خبر ورکړل شوی دی.

په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د کتالونيا اوسېدونکو د يوې نظرپوښتنې پر بنسټ د يادې سيمې خپلواکۍ ته مثبته رايه ورکړه او تر هغې يوه مياشت وروسته د کتالونيا پارلمان په يو طرفه توګه د خپلې سيمې خپلواکي اعلان کړه.

تر ياد اعلان وروسته د هسپانيا حکومت د خپلواکۍ غوښتونکو مشرانو د نيولو امر وکړ او د خپلواکۍ غوښتونکو لسګونه تنه مشران يې ونيول چې د تېرې شنبې په ورځ د محکمې له لوري په اوږده بند او تبعيدي حبس محکوم شول.

شریک کړئ

ورته مطالب