Post Image

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شيدامحمد ابدالي د ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه له نوماندۍ تېر او د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم له کمپاين سره يو ځای شو.

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې له شيدامحمد ابدالي مننه وکړه چې له دولت جوړوونکي ټيم سره يو ځای شو.

له هغه وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړ دا دويم نوماند چې د ولسمشر محمد اشرف غني له دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم سره يو ځای کېږي.

تر دې وړاندې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند زلمی رسول هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره يو ځای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې يوازې ۷ ورځې وروسته د تلې په شپږمه نېټه د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه