Post Image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر یا یوناما وايي، په فراه ولايت کې د نشه‌يي توکو د پروسس پر مرکزونو د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

يوناما تر دې مخکې ويلي وو چې د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي کسانو د احتمالي وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

د يوناما په نوي راپور کې راغلي:

« د امريکا د متحدو ايالتونو له لوري د ۲۰۱۹ ميلادي کال د مې په ۵مه په هغو هوايي بريدونو کې چې په فراه کې د نشه‌يي توکو د پروسس پر مرکزونو ترسره شوي وو، ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.»

په راپور کې راغلي چې د دې پېښې د څېړلو په موخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر يا يوناما پلاوي او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون استازو په ګډه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د بریدونو له امله له اغېزمنو سیمو لیدنه وکړه.

ملګرو ملتونو په دې هوايي بريدونو کې د ۱۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون د ۳۹ تنو ملکيانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونو د روان ميلادي کال د مې میاشتې په پیل کې په فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د تولید پر احتمالي مرکزونو هوایي بریدونه وکړل. هغه مهال هم د سيمې خلکو ويلي و چې په دې بريدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې تر لسو ډېرې داسې ودانۍ چې مخدره توکي پکې تولیدېدل ویجاړې شوې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب