Post Image

د زابل ولايت ځايي چارواکي وايي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د یاد ولايت په شلمزي ولسوالۍ بريد وکړ او غوښتل یې دا ولسوالي سقوط کړي چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند تورن احمد صادق عيسى وايي، د دې بريدونو په پايله کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره:

«وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته چې ١٠ تنه يې وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي. دفاعي او امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر يې تر هغوى کم دى. اوس هم په شملزو کې د امنيتي ځواکونو او پاکستانيانو ترمنځ چې د کرښې په هغه بله غاړه کې دي، جګړه روانه ده.»

د زابل والي وياند ګل اسلام سيال انسان نيوز ته وويل، طالبانو هڅه کوله چې د شلمزو ولسوالۍ سقوط کړي، خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مقاومت په پايله کې د يادې ډلې بريد په شا وتمبول شو.

د ښاغلي سيال په خبره:

«تېره شپه وسله‌والو طالبانو د زابل په شلمزو ولسوالۍ بريد وکړ خو د امنيتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې د دوی بريد بېرته په شا وتمبول شو، وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د مخابراتي شرکتونو  يو شمېر پايې هم ويجاړې شوې دي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله‌والو طالبانو پر شلمزو ولسوالۍ بريد کړی، چې له امله یې يادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سيمې ته د هوايي او مرستندويو ځواکونو په رسېدو سره وسله‌وال طالبان له سيمې تښتېدلي دي.

تر دې مخکې په خواله رسنيو کې د زابل ولايت په اړه داسې راپورنه هم خپارې شوي وو، چې ګواکې په ياد ولايت کې د امنيتي ځواکونو او پاکستانيو پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.

خو د زابل د والي وياند له انسان نيوز سره په خبرو کې دغه ټولې ګونګوسې رد کړې.

شریک کړئ

ورته مطالب