Post Image

په پام کې ده چې د حج په مراسمو کې د ګډونوالو افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ د جمعې په ورځ پیل شي.

د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ویاند ناصرالدین دریځ رسنيو ته ويلي چې نن او سبا (چهارشنبې) به د حج مراسمو د ادا کولو وروستۍ ورځې وي او تر هغې وروسته به هېواد ته د حاجیانو ته د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شي.

دريځ په دې اړه رسنيو زياته کړې:

«ان‌شاءالله د چهارشنبې په ورځ به وروستی پروګرام هم ترسره شي او د اختر په شپږمه ورځ به د افغان حاجیانو لومړنی کاروان بېرته افغانستان ته را روان شي.»

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۳۰ زره افغانانو هم برخه اخيستې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب