Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر کې د پکتيا ولايت د استيناف محمکې د درېيو قاضيانو او يو مامور وژنه وغندله او دا بريد یې د بشريت ضد جنايت وباله.

پرون غرمه د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پکتيا ولايت د استيناف درې قاضيان او يو مامور ووژل.

د لوګر والي وياند عبدالله حسرت افغانیې ته ويلي وو:

«وژل شوو کې درې قاضيان نورالله قرباني، زين‌الله حافظي او محمد ايمل نومېږي او بل د ښځو پر وړاندې اجرئيه مامور سيد کبیر شامل دي.»

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر دا بريد وغنده او وېويل چې پر دا د بشريت ضد جنايت دی.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي:

« طالبان هېڅکله پر علماو، پوهانو، استادانو، دیني او روزنیزو مرکزونو د بریدونو له لارې خپلې شومې موخې نشي ترلاسه کولای، د ټولنې پر منور قشر برید د بشریت ضد جنایت دی.»

د دې بريد مسووليت طالبانو په خپله غاړه اخیستی.

شریک کړئ

ورته مطالب