Post Image

دویمه برخه 

د تېر تیوریک بحث په دوام دلته د دې دوو پوښتنو په محور کې غږېږو:

د احمد ظاهر یاد ولې تر ننه ژوندی دی؟ 
ولې یې اوس هم اورو او پرې بحث کوو؟ 


احمد ظاهر او د پاپ د موسیقۍ مسئله
د آیسو او زما د همکار د ترکۍ مېرمن په ګډون د افغانانو لپاره د احمد ظاهر موسیقي ځکه خوندوره او آشنا ده چې زموږ د ټولو طرز تفکر د کلتوري صنایعو د سکتورونو لخوا تولید شوي کلتوري توکي سره ورته دي. مثلاً که له ژبې تېر شو په ټوله نړۍ کې د پاپ موسیقي سره ورته ده او له واحد سټندرد پیروي کوي. دا چې څنګه لاندې بېلګو ته پام وکړئ!
 پاپ موسیقي د کلتوري صنایعو د یو مهم سکتور په توګه په ټوله نړۍ کې پدې لټه کې ده چې څنګه مشتري یا مصرفونکی ومومي او بیا یې قانع کړي چې ولې د موسیقۍ اورېدلو ته اړتیا لري. مثلاً آیا کله مو فکر کړی چې ولې د یوې سندرې اوږدوالی له ۳-۴ دقیقو زیات نه دی؟ هغه هم یو څو مشخص آوازونه دي چې بدلېږي را بدلېږي. 
 حال دا چې زموږ د دېرو او حجرو په مجلسونو کې د موسیقۍ لپاره د وخت مفهوم معنا نه لري. د لنډیو مقابله، د یا قربان سره پېلېدونکو کسیو، قصیده خوانیو او قوالي په ګډون د موسیقۍ د دودیزو سبکونو یوې پارچې ساعتونه دوام درلود. دا یواځې موږ پورې اړه نه لري. مثلاً په اروپا کې د موزارت، باخ او بېتوون د موسیقۍ پارچې هم تر نیم ساعت اوږدې دي. 
پاپ موسیقي د ۲۰مې او ۲۱مې پېړۍ د انسان د مصرفي کلتور په سټندرد تولیدېږي. پاپ موسیقي د پاپ کلتور زېږنده ده. یوه مهمه ځانګړتیا یې دا ده چې یواځې له  ښه شعر، ښکلي غږ او خوندوې موسیقۍ نه جوړه نه ده. ددې تر څنګ د موسیقۍ د وړاندې کولو یا سرویس طرز هم مهم دی. مثلاً د سندرغاړي ښکلا، شخصي ژوند، مینه، مود، سینګار، اړیکې، جامې، ذوقونه او جهانبیني هم مهمه ده. دا جهانبیني د عامه کلتور د ورځني کړو وړو استازیتوب باید وکړي. داسې استازیتوب چې مصرفي کتله یې په هېنداره کې ځانونه وګوري. خلاصه شهرت د پاپ د موسیقۍ اساسي شرط دی. نه ښکلی غږ او یا د شعر او موسیقۍ انتخاب.
په افغانستان کې احمد ظاهر ځکه د پاپ د موسیقۍ سرلاری و چې دا ټولې ځانګړتیاوې یې درلودلې. ښکلې څېره، ښه غږ، ښه ژوند، مینتوب، د ورځې د مود سره سم لباس، کور او موټر او بلاخره او ښه ټولنیز موقف د احمد ظاهر سندرې د مشتریانو لپاره د پاملرنې وړ کلتوري تولیدات ګرځولي وو. احمد ظاهر د خپل وخت د عامه کلتور یا پاپ کلچر صادق استازی پاتې شوی. 

موږ او احمد ظاهر
 دا پوښتنې چې ولې آیا د احمد ظاهر د سندرو تاریخ شوی که نه؟ ولې یې اوس هم اورو او پرې بحث کوو؟ د نورو اړخونو ترڅنګ سیاسي‌ اړخ لري. نوموړی زموږ د سیاسي تاریخ د کګلېچونو یوه په زړه پورې بېلګه ده چې عملاً یې زموږ نن له پرونه سره تړلې ده. زما په نظر احمد ظاهر د سیاسي – کلتوري پلوه په مناسب وخت او مناسب ځای کې را پیدا شو، د ټولنې پر وړاندې یې خپل مسئولیت ادا کړ او په مناسب وخت کې ترې رخصت شو. 
 احمد ظاهر په افغانستان کې دیموکراسۍ د لسیزې او را وروسته څو کلونو د کلتوري مطالعې لپاره تر ټولو په زړه پورې بېلګه ده. د احمد ظاهر د موسیقۍ پیغام په حقیقت کې  د شاه امان الله د واکمنۍ راهیسې د کلکاني د استثنا پرته د ثور د کودتا او په ځانګړي ډول د دیموکراسۍ د لسیزې د کلتوري ډینامیزم استازیتوب کوي.  پدې موده کې افغانستان تل هڅه کوله چې په نړۍ کې د کاپیټالیستي هېوادونو د کاروان لاروی شي. احمد ظاهر په کلتوري ډګر کې د غرب پاپ موسیقي تعقیب کړه او د ځايي موتیفونو سره يې یو ځای کړه.  دا سنتیز د وخت سره سم نوی او په زړه پورې و. 

 احمد ظاهر ریښتیا هم نه تکرارېدونکی دی. ددې علت یواځې د نوموړي هنري استعداد نه دی. د ثور کودتا او کمونیستي رژیم د نوموړي د تکرار مخه ونیوله. کله چې د افغانستان سیاسي نظام د کمونیستي بلاک غړی شو، عامه کلتور هم ورسره بدل شو. ځکه په کاپیټالیسټي معنا د پاپ‌ د موسیقۍ هغه دود چې احمد ظاهر پیل کړی و، دوام ونه موند. تر کودتا وروسته زموږ پاپ موسیقي انقلاب ځپلې او سیاست ځپلې شوه. ددې ترڅنګ هغه سیاسي اختناق چې پدې موده کې پیل شو، هنر او موسیقي ترې هم په امان کې پاتې نه شوه.  زه باور لرم چې که د کمونیستي رژیم پر مهال احمد ظاهر ژوندی وای نو نن به سندرې تر کودتا وړاندې او تر کودتا وروسته په دوه برخو ویشل کېدلې. که احمد ظاهر ریښتیا هم جادوګر وي نو جادو یې پدې باریکۍ کې نغښتی دی. 
د ثور تر کودتا وروسته تر ننه پورې د روان ناورین تر ټولو لوی زیان موسیقۍ او هنر ته رسېدلی دی. که د مجاهدینو او طالبانو له دورې تېر شو، د پاپ په نامه زموږ اوسنۍ موسیقي پروژه ايي ده او د کاپي – پېسټ پر منطق ولاړه ده.
د پاپ د موسیقۍ اوسنی بهیر له یو زیات شمېر ننګونو سره لاس او ګرېوان دی. 
لکه څرنګه مې ددې لیکنې په لومړۍ برخه کې یادونه وکړه، د کلتوري صنایعو دا سکتور د ارتباطاتو د ټېکنالوژۍ له برکته ډېر پرمختګ کړی دی او رقابت پکې فوق العاده ډېر دی. اوسني پېر موسیقي د غوږونو پر ځای سترګو ته ډېر خطاب کوي. یعنې د سندرې د شعر، آواز او موسیقۍ پر ځای یې تصویري «شو» مهمه ده. ځکه د ټېکنالوژۍ پر مټ اوس د آواز ښه والی او خرابوالی مطرح نه دی.  که چېرې ویډیو کلیپونو، فیستیوالونو او کنسرتونو ته پام وکړئ، زما په مطلب پوهېږئ. اوس موږ د یوټیوب او سپاټیفای په پېر کې ژوند کوو. 
زموږ اوسنيو سندرغاړو د ۲۰۰۱م کال وروسته په داسې حال کې د موسیقۍ د رقابت میدان ته را ودانګل چې د افغانستان مصرفي بازار د هند، ایران، پاکستان او لوېدیځ سندرغاړو نیولی و. زما په اند اوسني سندرغاړي د دریو ننګونو سره مخامخ دي چې نشي کولای ترې ځانونه خلاص کړي. 

۱ – دوی له یوې خوا بې تجربې او له بلې خوا لټان دي. د دوی د داخلي تولید لپاره د زیارکښئ پر ځای کاپي – پېسټ کوي. په افغانستان کې مصرفي بازار دومره نه دی چې دوی ترې ګټه وکړي. 
۲ – په سیمه او نړۍ کې د پاپ د موسیقۍ مصرفي بازار بیا دومره مسلکي او پرمختللی دی چې زموږ سندرغاړي ورسره په هېڅ ډګر کې رقابت نشي کولای. 
۳ – په ټوله کې د ټولنې پر وړاندې زموږ د هنرمندانو هنري رسالت ګنګ دی. ممکن دا د دوی ګناه هم نه وي. ځکه موږ له یوې خوا په جګړه اخته او له بلې خوا د مډرنېزم پېښې کوو. مشتري نړیوال بازار ته لاسرسی لري او هر کله چې زړه یې وغواړي هر ډول سندرې اورېدلی شي. 

خلاصه د احمد ظاهر موسیقي ښه نه ده بلکې اوسنۍ موسیقي خرابه ده. د نوموړي د پاپ کلچر په چارچوب کې سټندرډ موسیقي ده. سټندرد پدې معنا چې هر یو پکې د خپل ځان یوه برخه موندلی شو. که دا د مینتوب، وصال او هجران تجربه وي او که پخپله د احمد ظاهر یاد وي. احمد ظاهر زموږ د نسل استازی نه دی چې په خبره یې پوه شو. زموږ او د ده ترمنځ زماني واټن ددې سبب شوی دی چې د هنر سره یې نوستالژیک چلند وکړو. دا چلند که له معشوقې سره د مینې د تجربې پر اساس وي، که عصیان وي او که تسلیمي وي ټول مصنوعي دی او زموږ د ناچارۍ له وجهې دی. احمد ظاهر ممکن زموږ د نسل د فردي تجربو او احساساتو استازیتوب وکړي خو د جمعي یا ټولنیز احساس ترجماني نشي کولای. له مجبورې ورځې د عامه کلتور په ډګر کې د ۴۰ کلنې تشې د جبران په موخه د احمد ظاهر سیوري ته پناه وړو. که نه د کلتوري صنایعو د منطق له مخې د یوې سندرې عمر په اوسط ډول تر یو کال لږ دی.

شریک کړئ

ورته مطالب