Post Image

د ۱۳۹۸لمریز کال د ثور په ۱۳مه د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې په اختتامیه غونډه کې وویل:

«زه نن جرګې ته په درناوي او د روژې په درناوي او دوستانه حرکت په توګه به ۱۷۵تنه طالب بندیان چې له کلونو را په دې خوا بندیان دي، له بنده ازاد کړم.»

 ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې راشي او د دغو ۱۷۵تنه بندیانو د افغاني مراسمو په خوشې کېدو کې برخه واخلي.  ولسمشر همدا راز طالبانو ته وویل، د بندیانو کمېسیون لرئ، راشئ کابل ته چې د نورو بندیانو په خلاصون خبرې وکړو.

د تېرې روژې په پای کې؛ یعنې د جوزا په ۱۳مه ولسمشر غني پلچرخي زندان ته لاړ او له یو شمېر بندیانو سره یې روژه ماتی وکړ. ولسمشر په همدې نېټه له زندانیانو سره په خبرو کې وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په درناوي د ۱۷۵تنه بندیانو د خلاصون تر څنګ به یو زیات شمېر نور بندیان هم ازاد کړي. له دې مخې اعلان وشو چې افغان حکومت ۸۸۷ بندیان د افغانستان له بېلابېلو زندانونو ازادوي.

رسنیو داسې راپورونه هم ترلاسه کړل چې د جوزا په ۱۳مه په پلچرخي زندان کې له بندیانو سره د ولسمشر غني کتنې په ترڅ کې ولسمشر له یو شمېر مهمو طالب بندیانو سره هم لیدلي دي.

په دې لړ کې یو شمېر سرچینو راپورونه ورکړل چې د بندیانو اړوند د طالبانو کمېسیون غړي هم د خپلو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې کابل ته راغلي دي او د بندیانو خوشې کولو په پروسه کې یې اسانتیا رامنځ ته کړې ده.

 

د امریکا هرکلی

د نږدې ۹۰۰طالب بندیانو د ازادېدو په غبرګون کې په کابل کې د امریکا سفیر د یادې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې‌ویل، کولای شي د سولې مذاکراتو لپاره په زمینې برابرولو کې اغېزناک قدم واوسي. په کابل کې د امریکا سفیر په خپل ټویټ کې لیکلي وو:

«د سولې لپاره د فضا رامنځ ته کولو په موخه د افغان حکومت له لوري د اختر لپاره د یو شمېر طالب زندانیانو د خوشې کولو هرکلی کوم. پایداره سوله د ټولو له لوري په بښنې او مصالحې کې نغښتې ده.»

له طالب استازو سره د امریکايي پلاوي د سولې مذاکراتو پر سر د ابهام او مشاجرې وروسته دا لومړی ځل و چې د امریکا سفارت په ښکاره د طالبانو پر وړاندې د یوه سوله غوښتونکي عمل ستاینه کوي.

د طالبانو نرم غبرګون

طالب وسله‌والو په خپل یوه پیغام کې د افغانستان حکومت له لوري د بندیانو خوشې کولو اقدام ښه ګام بللی و او د دې اقدام د دوام لپاره یې هیله څرګنده کړې وه. په هغه پيغام کې چې د طالبانو له  لوري رسنیو ته رسېدلی و، راغلي وو:

«د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون د تېرې ورځې د راخلاصو شویو بندیانو ازادي ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي.»

په ورته مهال د طالبانو له لوري په دې خپاره شوي پيغام کې ویل شوي وو، دوی هم له هغه کسانو سره چې د دوی له لوري نیول شوي او بندیان دي، ښه سلوک کړی دی او وخت په وخت یې هغه بندیان خوشې کړې چې لاس په لاس د جګړو په کرښو کې نیول شوي وو.

د ځانګړو شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان حکومت په زندانونو کې تر لسو زرو زیات طالبان زنداني دي چې د طالبانو له لوري یې د خلاصولو شرط د سولې خبرو په برخه کې مهم ځای لري.

د بندیانو ازادول او د سولې مذاکرات

له طالب استازو سره د امریکايي پلاوي د سولې خبرو په لړ کې د تېر مېلادي کال په اواخرو کې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبان د افغانستان حکومت له زندانونو د خپلو زرګونو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه لري.

په دې لړ کې داسې راپورونه هم رسنیو ترلاسه کړل چې طالبانو د خپلو بندیانو لېستونه او پېژندګلوي له امریکايي لوري سره شریک کړي دي.

په دې لړ کې طالبانو په لومړي ځل د خپلو بندیانو خلاصون په برخه کې د افغانستان حکومت دې اقدام ته نرم او مثبت پیغام ورکړی دی، دا د سولې مذاکراتو په برخه کې د څو اړخیز توافق نښه ښکاري.

بل لوري ته په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د حکومت د دې اقدام ستاینه او هرکلی هم له طالبانو سره د افغانستان حکومت او بین‌الافغاني مذاکراتو د پيلېدو خوشبیني زیاته کړې ده.

په ورته مهال یو شمېر سرچینې داسې راپورونه هم خپروي چې ټاکل شوې د افغانستان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې راتلونکي مذاکرات په ناروې کې وشي. بل پلو ته د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي له ولسمشر غني او د امریکايي پلاوي له مشر ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په متواترو لیدنو کې داسې ګنګوسې زیاتې شوې چې د سولې په تړاو را روان بین الافغاني مذاکرات به د جرمني په همغږۍ او کوربتوب ترسره کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب