Post Image

د مهسا قاتلین نن د کابل ښار د دویمې حوزې په ابتدائیه محکمه کې په ۳۰ کاله بند محکوم شول.

د جزا کوډ د ۱۱۴مې مادې پر بنسټ د ۱۸کلنۍ عمر د نه‌بشپړولو له امله، محکمې په تورنو د اعدام حکم صادر نه‌کړ.

د محکمې قاضي عبدالوارث عرفانپور د مجرمینو په اړه د قضايي پلاوي پرېکړه داسې واوروله:

«تاسو هر یو سجاداقا د سیداقا زوی او روح‌الله د نورالله زوی د وړې ماشومې مهسا د تښتولو او بیا وژلو قضیې په تور...هر یو په دیرش دیرش کاله تنفیذي حبس محکوم شوی.»

قاضي همداراز وویل، د محکمې پرېکړه قطعي نه‌ده، سجاداقا او روح‌الله کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

۶کلنه مهسا د تېر کال کب په ۱۹مه د کابل ښار خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې تر تښتول کېدو وروسته وژل شوې وه، او مړی یې په همدې سیمه کې تر یوه پله لاندې وموندل شو.

د پېښې پرمهال ولسمشر غني په یوه ټویټ کې خپله خواشیني څرګنده او امنیتي ادارو ته امر کړی و چې جنایتکارانو باندې قانون تطبیق کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب