Post Image

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) غړي وايي، په دغه غورځنګ کې خپل‌منځي سلا مشورې چې د شمالي وزيرستان له پېښې وروسته پيل شوې وې، نورې په ختمېدو دي.

دوی خبر ورکوي چې د يادو سلا مشورو له پای ته رسېدو سره سم به د پاکستان رياست له لوري د وروستيو نيونو او دغه راز د دوی پر وړاندې د مخ پر زياتېدونکي تشدد له کبله خپل سوله‌ييز او پراخ حرکتونه بيا پيل کړي.

د شمالي وزيرستان په خړ قمري سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو تر ډزو وروسته چې ۱۳تنه په کې ووژل او له ۴۰ډېر يې ټپيان کړل، پاکستان رياست د دغه غورځنګ د مهمو غړيو د نيونې لړۍ پيل کړه چې تر اوسه هم روانه ده.

دا مهال د علي وزير او محسن داوړ په شمول د غورځنګ ۱۰تنه غړي او فعالان نيول شوي او بې له دې چې محکمې ته وړاندې شي، په زندان کې پراته دي.

اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د نيونو او تاتريخوالي له دوامه په تنګ شوي او په خبره يې ډېر ژر به د ياد وضعيت په اړه خپله دریځ روښانه او پرېکړه وکړي.

د غورځنګ مخکښ غړی سید علم مسعود که څه هم دقيقه نېټه نه په ګوته کوي، خو زياتوي چې ښايي د يوې اوونۍ په ترڅ کې ټولې سلا مشورې ختمې شي او خپل فعاليتونه بېرته پیل کړي. نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«سلا مشورې لږې اوږدې شوې، موږ هم وايو چې بايد وړاندې يې يوه نتيجه ورکړې وای، خو کېدای شي يوه اوونۍ نور هم وخت ونيسي او تر هغې وروسته به زموږ حرکتونه بيا پيلېږي، زموږ هدف يوازې وړاندې تګ دی.»

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين رسنيو ته ويلي وو چې د پاکستان رياست د وروستي تاتريخوالي پر وړاندې يې د ډار له کبله نه، بلکې د خپل‌منځي سلامشورو له امله چوپتيا اختيار کړې وه.

لاکن د دغه غورځنګ نور غړي بيا د يادو سلا مشورو د اوږدېدو لامل له سياسي ډلو او ګوندونو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ليده کاته په ګوته کړي. د ياد غورځنګ غړې ثنا اعجاز وايي، ګوندونه د پاکستان رياست په اشاره په دې هڅه کې وو چې پښتون ژغورنې غورځنګ له راتلونکو پراخو حرکتونو لاس په سر کړي، خو په خبره يې غورځنګ په خپل دريځ لا ټینګ ولاړ دی. نوموړې انسان نیوز ډېسک ته وويل:

«مشر منظور له سياسي ګوندونو سره په خبرو بوخت و او تر هغې وروسته دننه په غورځنګ کې پر بحث شويو مسئلو او راتلونکو پلانونو خبرې کېدې؛ نو ځکه يې وخت ونيو. اوس سلا مشورې ختمېدونکې دي، اول به د خپلو کسانو د خلاصون او ورپسې به د حقه حقوقو په اړه د عامه ذهنيت په هدف حرکتونه کوو.»

بل خوا ټاکل شوې وه د جولای په ۹مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علي وزير او محسن داوړ پر دوی د لګېدلو تورونو له امله محاکمه شي، خو محکمې له کوم دليل پرته يوې بلې نامعلومې نېټې ته د دوی محاکمه ځنډولې ده.

دې کار د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ د دغه غورځنګ د خواخوږو غبرګونونه هم راپارولي دي.

پخواني سناتور او د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږي افراسياب خټک رسنیو ته ويلي، په متواتره توګه د محکمې له دې چلند څخه څرګندېږي چې علي وزير او محسن داوړ نيول شوي نه، بلکې تښتول شوي دي. نوموړي په دې اړه زیاته کړې:

« داسې ښکارې چې یو تن هم د حکومت په قید کې نه‌وي، بلکې چا تښتولي او اغوا کړي وي. دا څنګه نیول دي چې عدالت ته يې نه وړاندې کوي؟ دا ډېره غلطه خبره ده.»

د پاکستان رياست وروستي جديت او پر وړاندې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ چوپتيا هغه څه و چې د دغه غورځنګ پلويان او خواخوږي يې اندېښمن کړي وو.

وليدل شي چې د سلامشورو تر پای ته رسېدو وروسته دغه غورځنګ د حق غوښتنې مبارزې په اړه کوم پلانونه په پام کې لري او څه کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب