Post Image

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړيوال جام دويمه نيمه پايلوبه نن د انګلستان او اسټراليا تر منځ ترسره کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان په بېرمېنګهم ښار کې ترسره کېږي. په ننۍ لوبه کې هم د باران اټکل شوی.

اسټراليا د نړيوال جام د نمرو په جدول کې د ۱۴ نمرو په لرلو دويم او انګلستان بيا د ۱۲ نمرو په لرلو سره درېيم ځای لري. اسټراليا د نړيوال جام د لومړي پړاو د ۹ لوبو له منځه ۷ ګټلې او دوې يې بایللې دي، خو انګلستان بيا ۶ ګټلې او درې يې بايللې دي.

اسټراليا له دې وړاندې په خپلو پنځو لوبو کې ۴ ګټلې او يوه يې بايللې ده او انګلستان بيا ۳ ګټلې او دوې يې بايللې دي.

که څه هم د اسټراليا لوبډله په ناک اوټ لوبو کې ډېره تجربه لري او کولای شي د فشار پر وخت هم ښه ولوبېږي، خو انګلستان بيا په خپل هېواد او خپل لوبغالي کې لوبېږي او د مينه‌والو ستر ملاتړ ورسره دی.

د اسټراليا لوبډلمشر ارون فېنچ د نړيوال جام د دويمې نيمه پايلوبې او له انګلستان سره د مخامخ کېدو په تړاو پرون خبريالانو ته وويل:

«موږ ښه پوهېږو چې د دوی پر وړاندې څه ډول ولوبېږو او دوی هم ښه پوهېږي چې زموږ پر وړاندې څه ډول ولوبېږي. موږ په تېرو څو کلونو کې د يو بل پر وړاندې ډېرې لوبې کړې دي. دا په دې پورې تړاو لري چې څوک خپل فکر ښه کاروي. څوک لومړي لس اورونه ښه لوبوي او څوک مقابل اړخ ته چانس ورکوي يا يې نه ورکوي.»

له بل لوري د انګلستان لوبډلمشر اېوېن مورګن د دې لوبې په تړاو خبريالانو ته وويل:

«هغه ملاتړ چې موږ يې په دې نړيوال جام کې له ځان سره لرو، بيخي د باور وړ نه دی. دغسې څه ما په خپل ژوند کې نه و تجربه کړي. زموږ پر ځان باور او ښه بخت ډېر ښه او د یادولو وړ دی. زموږ سره ملاتړ او فرصت دواړه دي.»

په ننۍ لوبه کې د اسټراليا پياوړی توپوهونکی ډېوېډ وارنر يوازې ۱۹ نورو منډو ته اړتيا لري چې په يو ورځنيو لوبو کې خپلې ۵۰۰۰ منډې پوره کړي او د دې هېواد پياوړی او تېز بالر مېچل سټارک بيا دوو نورو وېکټو ته اړتيا لري چې په نړيوالو جامونو کې خپلې پنځوس وېکټې پوره کړي.

له بل لوري د انګلستان پياوړي پيلوونکي توپوهونکي جسن روی په يو ورځنيو لوبو کې د خپلو نهو سليزو له منځه درې د اسټراليا پر وړاندې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې د تمې خلاف نيوزيلنډ هند ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.

ټاکل شوې د نړيوال جام پايلوبه د روانې جولای مياشتې په ۱۴مه ترسره شي.

شریک کړئ

ورته مطالب