Post Image

د ملي دفاع وزرات وايي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د بغلان ولايت ډنډ غوري سيمه په بشپړ ډول د وسله‌والو طالبانو له شتونه پاکه شوې.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا عمليات په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله‌ګي سيمو کې شوي چې په نتیجه کې یې د تاله او برفک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مسوول، د بغلان لپاره د طالبانو د نظامي مسوول او د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال قاري بختیار په ګډون لسګونه وسله‌وال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

« دا عمليات تېره شپه شوي چې په نتيجه کې یې د بغلان لپاره د طالبانو د عشر او زکاتو مسوول قاري عصمت الله په ګډون ۷۱تنه وسله‌وال طالبان نیول شوي هم دي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې په ډنډ غوري کې د طالبانو زیات شمېر مواضع او د چاودېدونکو موادو او مهماتو لویې زیرمې او ځانمرګي واسکټونه هم له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ټينګار کوي چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو دا عمليات به تر هغې دوام وکړي چې د بغلان ولايت ټولې سيمې د وسله‌والو له شتونه نه‌ وي پاکې شوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک کړئ

ورته مطالب