Post Image

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو روسیې ته د سفر پرمهال د روسیې له جمهور رييس ولاديمير پوتين سره د افغانستان جاري حالاتو او سولې په اړه خبرې کړې دي.

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتین په دغې کتنې کې پمپیو ته ویلي، د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي، په دغه هېواد کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

پوتین زیاته کړې، طالبان تر پخوا پیاوړي شوي او په خبره یې اړتیا ده چې د افغانستان روانه ستونزه حل کړای شي.

په ورته وخت کې دواړو لوریو د سولې خبرې مهمې بللې او د یو بل پر ګډې همکارۍ یې ټینګار کړی. پمپیو او پوتین دغه راز د ايران، وینزویلا، سوریې، اوکراین او شمالي کوریا په اړه هم خبرې کړې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب