Post Image

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د غږیزې ککړتيا د زیاتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

کابل ښاریان په ښار کې د موټرو هارنونه، په موټرو کې په لوړ غږ د موسيقۍ اورېدل، په هوټلونو او رسټورانټونو کې سندرې او د لاس پلرونکو له لوري د لاسپيکرونو استعمال غږیزه ککړتيا لامل بولي.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، نه یوازې داچې په عامه ځایونو کې بلکې په ډېرو حساسو سیمو لکه روغتونو، ښوونځیو، پوهنتونو کې هم له غږیزي ککړتیا څخه په ارام نه دي.

د دوی په باور غږیزي ککرتیا د نورو ستونرو ترڅنګ له رواني پلوه هم زیانمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمدفواد محمدي له بازار موندنې ناسم فرهنګ هم د غږیزي ککړتیا یو لامل بولي په خبره یې، د هټۍ‌والو او لاس پلورونکو له لورې د لاسپېکرونو استعمال دا ستونزه نوره هم زیاته کړې.

محمد فواد وایي، د موټرو ګڼه ګوڼه بې‌ځایه هارنونه هم هغه څه دې چې غږیزه ککړتیا ته یې زمینه برابره کړې چې باید د کابل ټرافیک یې اړه جدي اقدام وکړي.

محمدي افغانیې ته وويل:

«له بده مرغه په دې وروستیو کې د نورو ناخوالو تر څنګ د غږیزي ککړتیا هم په یوه ستره ستونزه بدله شوې چې لامل یې د بازار موندنې ناسم فرهنګ د موټرو بې ځایه ګڼه ګوڼه د ټرافیکي قوانینو تر پښولاندې کول او بې ځایه هارنونو هغه څه دي چې غږیزه ککړتیا یې رامنځته کړې ده.»

کابل مېښتي وایي، په غږیزه ککړتیا کې یې داسې غږونه هم تر غوږ کیږي چې د رواني ناروغیو لامل کیږي.

کابل مېشتی فواد رهیاب وایي، د کابل ښاروالۍ باید د لاس پلورونکو لپاره ځانګړی ځای وټاکي تر څو هلته د پېر پلور وکړي او د نورو خلکو مزاحم نه شي.

رهياب افغانیې ته وويل:

«غږیزې ککړتيا د کابل ښاريانو ارامتيا له منځه وړې، د ټرافيکو مديريت او کابل ښاروالۍ بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي څو د غږیزې ککړتيا د لا زياتېدو مخنيوی وشي.»

غږیزې ککړتيا ستونزه يوازې په عامه ځايونو کې نه، بلکې په ډېرو حساسو سيمو لکه پوهنتونو، ښوونځيو او روغتونو شاوخوا هم غږیزې ککړتيا ناروغان او زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ کړې دي.

د کابل پوهنتون محصل رومان اسرار وايي، د غږیزې ککړتيا د زیاتوالي له امله دوی په درسي ټولګيو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي افغانیې ته وويل:

«د کابل پوهنتون په شاوخوا سيمو غږیزه ککړتيا خورا زیاته شوې د موټرو هارنونه او غږونه موږ ته په درسي ټولګي او درسي وخت کې مزاحمت رامنځ ته کوي او نشو کولای د غږیزې ککړتيا په موجوديت کې خپل تمرکز پر درس وساتو.»

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ وايي، د غږیزې ککړتيا ستونزې د هواري په موخه یې د کابل په بېلابېلو سيمو په ځانګړو ډول په  هغو سيمو  کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده د لاسپيکرونو د راټولولو کمپاين پيل کړی دی.

د کابل ښارولي ويانده نرګس مومند وايي، په لومړۍ او دويمه ناحیه کې غږیزه ککړتيا ډېره محسوس کېده او خپل کمپاين یې هم له همدې ناحیو پيل کړی دی.

نوموړې زیاته کړه چې دا کمپاين د شاوخوا دوو مياشتو راهیسې پيل شوی او په دې موده کې یې شاوخوا ۲۳۰ لاسپيکرونه راټول کړې دي.

مومند افغانیې ته وويل:

« د غږیزي ککړتیا مخنیوي لپاره مو کمپاین پیل کړی او په ګڼه ګوڼه سیمو کې به لاسپېکرونه راټول کړو ځکه د لاس پلورونکو له لورې د لاسپېکرونو استعمال دغږیزي ککړتیا یو لامل دی.»

نوموړې زیاته کړه، د دې ستونزي د هوارې لپاره یې مختلف پروګرامونه پلان کړي او ډېر ژر به یې پلي کړي.

له بلې خوا د چاپېریال ساتنې اداره هم غږیزه ککړتیا د انسانانو، حیواناتو او حتی د نباتاتو لپاره هم یو ګواښ بولې په خبره یې، تر بل هر وخت په کابل ښار کې غږیزه ککړتیا له خپل معیار څځه زیاته شوې ده.

د کابل چاپيريال ساتنې رئیس محمد کاظم همايون وايي، د غږ اندازه ګیري واحد ډیسبل معیارونه په بېلابېلو هېوادنو کې توپیرلري، د ښار په منځ کې ۴۰ ډیسبله اجازه شته له دې ډېر د ننګونو لامل ګرځي.

همایون وویل، د کابل ښاروالۍ، ټرافیکو ریاست، اطلاعاتو فرهنګ وزارت او چاپېریال ساتنې ادارې ته یې سپارښتنه کړې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

همايون افغانیې ته وويل:

«کابل کې د غږ اندازه له خپل اصلي معيار څخه زیاته شوې، چې نه يوازې انسانانو ته بلکې حيواناتو او نباتاتوته ته هم زيان رسولی شي او پرې منفي اغېز کوي، زموږ اداره داسې کومه دستګاه يا اله نه‌لري چې ده هغه په واسطه دا مالومه کړي چې په کابل ښار کې غږ اندازه څومره ده، خو له خپلې اصلي اندازې څخه په  مراتبو زیاته شوې.»

د موټرونو بې‌ځايه هارنونه او د موټر چلوونکو له لوري په موټر کې په لوړ غږ موسيقۍ اورېدل بله هغه مهمه مسئله ده چې غږیزه ککړتيا توليدوي.

د کابل ټرافيکو عمومي مديريت د غږیزې ککړتيا د کنټرول په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سيمو بيا په ځانګړې ډول هغو سيمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده چېک پاينټونه جوړ کړې دي.

د کابل ټرافيک عمومي مديريت مرسيتال شمس‌الدين وايي، موټر چلوونکو ته یې خبرداری ورکړی څو له بې‌ځايه او اضافي هارنونو او په موټر کې په لوړ غږ د موسيقۍ له اورېدو ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند او نقدي جريمه به شي.

شمس‌الدين افغانیې ته وويل:

« موټرو له لورې د تولېدونکې غږیزي ککړتیا د مخنيوي په پار مو په مختلفو سمیو کې چیک پاینټوه جوړکړي څو د دې ککړتیا مخنیوی وکړو او موټر چلونکو ته هم په دې اړه لازمې لارښوونې کړي دي.»

نوموړي ټينګار وکړ چې د غږیزې ککړتيا د کنټرول په برخه کې د کابل ټرافيک عمومي مديريت ته ورسپارل شوی مسووليت به په ښه ډول سر ته ورسوي.

کابل د افغانستان له هغو ښارونو څخه دی چې د نفوس کچه یې نېږدې ۶ ميليونو ته رسېږي، په ياد ښار کې د نورو شته ستونزو ترڅتګ غږیزه ککړتيا هغه ستونزه ده چې خلک یې اندېښمن کړي.

ځانګړی راپور: منصور یوسفزی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه