Post Image

ټاکل شوې نن سې شنبه د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ په کابل کې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پيل شي.

د اتم پړاو په دې سياليو کې ۸ ټیمونه برخه لري او په دوو ګروپونو وېشل شوي دي. په لومړي ګروپ کې به طوفان هریرود، د میوند اتلان، موجهای آمو او سيمرغ البرز د یو بل پر وړاندې ولوبېږي او په دويم ګروپ کې بیا شاهین آسمایي، د اباسین څپې، سپین‌غر بازان او عقابان هندوکش د يو بل پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې د دغه سياليو په لومړۍ لوبه کې چې نن مازدیګر ۵:۳۰ بجې پيلېږي، طوفان هریرود او سيمرغ البرز لوبډلې سره مخامخ شي.

 تر دې وړاندې د دغه لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځل سپین غر‌بازانو ګټلې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب