Post Image

ولسمشرۍ مانۍ وايي، حکومت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ۹۰ ميليونه ډالرو د ورکړې لايحه تائيد کړه او په خبره يې ياده اندازه بوديجه به په لنډه موده د ټاکنو خپلواک کمېسيون په واک کې ورکړل شي.
د ولسمشر وياند مرستيال صميم عارف په خپل ټوېټر کې ليکلي، دغه اندازه پيسې چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ټولې بوديجې ۶۰ سلنه کېږي، د حکومت له لوري به چمتو او پر وخت به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپارل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکو ولسمشريزو تاکنو تول‌ټال لګښت ۱۴۹ ميليونه ډالر ښوولی چې ۹۰ ميليونه د حکومت او پاتې ۵۹ ميليونه ډالر د نړيوالو شريکانو له لوري ورکول کېږي.
د يادولو وړ ده، دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د ولسمشريزو ټاکنو څه د پاسه ۶۰ سلنه بوديجه له خپلو عايداتي سرچينو تمويلوي.

شریک کړئ

ورته مطالب