Post Image

د اګست په ۱۷مه چې له زرو څخه ډېرو میلمنو د «شهر دوبۍ» د ودونو په تالار کې د واده مراسمو پرمهال نڅا کوله، یوه ۲۳ کلن ځانمرګي په‌کې خپل ځان والوځاوه. په دې چاودنه کې ۹۲ تنه مړه او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول.

زوم او ناوې په خورا حيرانوونکې توګه له دې دغه ژوندي پاتې شوي.

ميروېس چې د واده زلمی و او د خياطۍ دوکان لري، خورا ناهيلی شوی دی، ده د پېښې په لومړۍ ورځ له طلوع نيوز ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل:

«زه به بيا په خپل ژوند کې هيڅکله خوښۍ ونه ګورم.»

د ۲۰۱۸  کال له جولای راهیسې تر نن پورې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاوه خبرو پرمهال دا تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

 تردې لس ورځې وړاندې د کابل په يوه امنيتي حوزه کې د طالبانو ځانمرګي برید ۱۴تنه مړه او ۱۴۵ نور يې ټپیان کړل. د اګست په ۱۱ یې د افغانستان ختیزې پولې سره نیږدې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې ۱۱ نارینه ملکیان ونیول او اعدام شول.

د جولای په ۲۰مه او۲۲مه د متحده ایالاتو او افغان هوایي ځواکونو په بمباریو کې په بادغیس او لوګر ولایتونو کې  ۱۲ ملکيانو چې بزګران وو، ووژل.

 په عراق او سوریه کې میشته اسلامي دولت یا داعش يوازينۍ ډله وه چې په عربي ژبه یوه اعلامیه کې يې په کابل کې د واده پر مراسمو د برید مسولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې دا بريد د «ابو عاصم الباکستاني» لخوا چې دې ډلې پورې اړوند دی، ترسره شوی دی.

 له دې سره ملګرو ملتونو بيا د يوه راپور په خپرولو سره د ملکي تلفاتو په اړه وويل، سږکال د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره امريکايي او افغان ځواکونو د طالبانو په پرتله ملکیانو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې ده او له همدې امله دا د حیرانتیا خبره نده چې افغانان د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې راتلونکي هوکړې په اړه ډیر خوښ ندي.

په ورته وخت کې د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنیت تاسیس کوونکي لکه متقاعد جنرال او د « سي ای اې» پخواني رییس ډیویډ پیټریوس له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو د وتلو په ترڅ کې د پېښېدونکو خطر په اړه خبرداری ورکوي او ادعا کوي چې متحده ایالات باید د له وسله‌والو طالبانو سره د سولې برخه کې د احتمالي هوکړې په اړه افغانانو ورکړي.

د مطلب لیکوال ليکلي، پیټریوس او د هغه همکاران حق لري چې تر وتلو وروسته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړي او دا ډیره ناڅاپي پریکړه وبولي.

ليکوال وړاندې ليکي، افغانان په ریښتیا وېره لري چې د سولې يو تړون ښايي د هغو لاسته راوړنو خونديتوب تضمين نه کړي، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت په مرسته ترلاسه شوي دي.

ليکوال ليکي، د امريکا او  طالب استازو ترمنځ په خبرو کې ځینې تر ټولو مهمې مسئلې له بحث بيرون پاتې شوي دي چې ښايي دا کار په قصدي ډول شوی وي. د يادو مسئلوله جملې څخه يوه دا هم ده چې ایا د امريکايي ځواکونو وتل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي جوړجاړی پلي کولی شي کنه؟

د متحده ایالاتو او طالبانو وروستۍ موافقه چې په دوحه کې د نهم پړاو خبرو اترو په پايله کې ممکن رامنځته شي د متحده ایالاتو لومړني اهدافو ته د رسېدو، په افغانستان کې تاوتریخوالي کمولو او د ترهګرۍ پر ضد د اغیزمنو اقدامات ممکن کولو لپاره غوره فرصت وړاندې کولای شي.

د مطلب ليکوال زياته کړې، کله چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر هوکړه وشي نو طالبان د اوربند او له افغان حکومت سره د سیاسي جوړجاړي په اړه په خپله د افغانستان له حکومت او نورو سیاسي اړخونو سره خبرې پيلوي.

ناروې په فعاله توګه د بین الافغاني خبرو د تنظیمولو لپاره کار کوي، کوم چې تمه کیږي د امريکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته به په اوسلو کې پیل شي.

ليکوال د مطلب په پای کې ليکي، ثبات او په افغانستان کې د سولې انډول نړيوالې همکارۍ ته هم اړتیا لري څو په وچه کې راګير هېواد د نړۍ له بازارونو سره وصل کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب