Post Image

په داسې حال کې چې د افغانستان اوسېدونکي سولې ته سخت تږي دي، طالبانو په دوحه کې دمه پیل کړې او د امریکا له لوري د افغانستان سولې مرکچي زلمي خلیلزاد ځان چین ته رسولی دی. خلیلزاد وايي چې د چین تر سفر وروسته به واشنګټن ته لاړ شي.

په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې پرون سه‌شنبې له کومې څرګندې هوکړې او پایلې  پرته پای ته ورسېدې.

دواړو لوريو وویل، دوی به د ټولو هغو مسئلو جزیيات چې په دې پړاو کې پرې بحثونه شوي، له خپلو مشرانو سره شريک کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به یې سپارښتنې او وړاندیزونه راواخلي.

 

د طالبانو دمه

د وسله‌والو طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، له خلیلزاد سره یې په دې هوکړه کړې چې د اوس لپاره دمه وکړي او هر لوری به بحث شوي موضوعات له خپلو مشرانو سره شریک کړي. نوموړي په دې اړه زیاته کړې:

«له ‌‌‌‌‌‌ډاکټر خلیلزاد سره مو د اجنډا په وروستیو ټکو مفصل بحث وکړ او اتفاق په دې شو چې اوس به دمه وکړو. هر لوری به بحث شوي موضوعات له خپلو مشرانو سره شریک او مشوره ترلاسه کړي او ژر به د یادو ټکو د نهایي کولو لپاره سره کېنو.»

شاهین همداراز ویلي، په دا ځل مذاکراتو کې په ټولو هغو برخو کې پرمختګ شوی چې مخکې ورباندې د دواړو لوریو ترمنځ اختلاف وو.

 

خلیلزاد چین کې څه کوي؟

د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بیا ويلي چې له طالبانو سره تر خبرو وروسته د افغانستان سولې په تړاو له چينايي چارواکو سره د خبرو په هدف دغه هېواد ته تللی دی.

خليلزاد همداراز زیاته کړې چې په چین کې د پاکستان او ايران له استازو سره هم د افغانستان پر سوله خبرې کوي.

 خلیلزاد له پاکستاني او ایراني استازو سره د لیدو موخه د افغانستان سولې له پروسې سره د دغو دواړو هېوادونو د بشپړې همکارۍ جلبول په ګوته کړي. خليزاد په دې اړه ویلي:

« هغوی به وهڅوو چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړي.»

 

استخباراتي حضور

د چارو ځینې شنونکي بيا چين ته د زلمي خليلزاد سفر، د ډونالډ ترمټ له هغو څرګندونو سره غوټه بولي چې په افغانستان کې يې د استخباراتي حضور په اړه کړې وې.

د سياسي او نړيوالو چارو شنونکی سيد خالد سادات وايي، له وسله‌والو طالبانو سره تر سولې وروسته په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور پر ځای د دوی استخباراتي حضور، سيمې او په ځانګړې توګه چين ته تشويشونه پيدا کړي او په خبره يې د يادو تشويشونو د راکمولو په خاطر، خليلزاد له چينايي چارواکو سره د خبرو لپاره دې هېواد ته تللی دی. نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته زياته کړه:

«د امريکا او طالبانو د خبرو اړيکه له چين سره په دې کې ده چې د خپل استخباراتي حضور په اړه چې ټرمپ يې په اړه ويلي وو، چين او ترڅنګ يې روسيې ته هم وضاحت ورکړي. بله خبره دا ده چې چين تر طالبانو وروسته د افراطيت څرنګوالي په اړه له امريکا معلومات غواړي، څو خپل خونديتوب تضمين کړي.»

 

منطقوي اجماع

د چارو شنونکی انتظار خادم بیا چين ته د زلمي خليلزاد سفر په اړه متفاوت نظر لري. نوموړی وايي، دغه سفر د افغانستان سولې په اړه د نړيوالې او سيمه‌ييزې اجماع د همغږي کولو په موخه شوی.

د خادم په خبره له چینايي، ايراني او پاکستاني چارواکو سره په چين کې د خليلزاد لیدنه ښايي په دې هدف وي چې د افغانستان سولې په رابطه د وروستيو پرمختګونو جزئیات ورسره شريک او دغه راز يې په دې برخه کې لا ډېرې همکارۍ ته وهڅوي. نوموړي انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«دا سفر د سيمې همغږۍ په هدف ډېر پر ځای دی. د سولې په برخه کې په ځانګړې توګه د چين همکارۍ جلبول او هغه ته قناعت ورکول په خپل ذات کې د سولې لپاره ګټور اقدام دی.»

چین ته د خلیلزاد سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې هڅو په نسبت په کور دننه او له هېواده بهر هیلې په ډېرېدو دي، خو ولیدل شي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان سولې په اتم پړاو خبرو کې څومره پرمختګ کېږي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب