Post Image

کارپوهان وايي، په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو له وروستیو لاسته راوړنو او ولسوالیو لاندې کولو څخه داسې برېښي چې د جګړې ابتکار په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو لږ تر لږه ۶زندانونه مات او ۲۸۲تنه ترې ازاد کړای شوي دي.

سربېره پر دې څو ولسوالۍ چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې وې، افغان امنیتي ځواکونو نیولې دي.

د جوزا په ۲۰مه په بغلان ولایت کې ۳۴تنه، د ثور په ۷مه د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۵۳تنه، د جوزا په ۹مه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ۲۸تنه، د جوزا په ۱۰مه په هلمند کې ۳۳تنه، د جوزا په ۱۴مه په غزني ولایت کې ۲۳تنه او د جوزا په ۱۶مه په فاریاب او پکتیا ولایتونو کې ۸۵تنه د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانونو له زندانونو ازاد شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د زندانونو د خلاصون په اړوند یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي وو چې ځینې بندیانو له ۲تر۱۰کلونو پورې د طالبانو په زندانونو کې تېر کړې دي. د خالد په خبره د طالبانو په زندانونو کې تر ډېره امنیتي منسوبین او ملکي وګړي ساتل کېدل.

د زندانونو د ماتولو تر څنګ امنیتي ځواکونو د هغو ولسوالیو د نیولو لړۍ هم چټکه او جاري ساتلې چې له اوږدې مودې؛ ان له کلونو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وې.

امنیتي ځواکونو د جوزا په ۱۷مه د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالي له طالبانو ونیوله. تر دې وړاندې یې د ثور په ۲۸مه د همدې ولایت ده یک ولسوالي هم تر اوږده ځنډ وروسته له طالبانو تصفیه او درې رنګه ملي بیرغونه په کې ودرول.

دا دواړه ولسوالۍ د تېر کال په اګست کې پر غزني ښار د طالبانو د ډله‌ییز برید پر مهال سقوط شوې وې.

له بل لوري طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل سره سم په ارغن‌خواه ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو هم پراخ بریدونه وکړل، خو د امنیتي ادارو په وینا د کوم ځای په نیولو ونه‌توانېدل.

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد چې د جوزا په څلورمه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو قول اردو د نوي قومندان د پېژندنې په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د طالبانو الفتح عملیات له ماتې سره مخ شوي. خالد ویلي و:

«طالبانو د تېرو کلونو په پسرلنیو عملیاتو کې ښارونو او ولسوالیو ته سقوط ورکاوه او ځینې سیمې به یې نیولې، خو په الفتح عملیاتو کې هېڅ پرمختګ نه‌لري.»

بلخوا د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم‌الله وزیري د یوې بلې غونډې پرمهال اعلان وکړ چې ډېر ژر به د طالبانو تر نفوذ او ولکې لاندې ولسوالیو نیول پیل شي.

ده یک او خواجه عمري د همدغو ولسوالیو له ډلې دي چې امنیتي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

له بلې خوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د روانې جګړې په اړه څرګندونې کړې دي. محب په دې باور دی چې د جګړې بن‌بنست مات شوی او په خبره یې که چېرې څلور میاشتې نور همدغه حالت دوام ومومي، نو د طالبانو ملا به ماته شي. د محب په خبره طالبان د پاکستان له مرستې پرته یوه ورځ هم د جګړې تاب نه‌لري.

د نوموړي له څرګندونو داسې برېښي که چېرې طالبان بهرني ملاتړي ونه‌لري، بقا به یې له خطر سره مخ شي.

علاوه پر دې محب د ایران او پاکستان په ګډون له طالبانو سره د سیمې هېوادونو اړیکې هم ننګونکې او د افغانستان امنیت په ګټه نه‌بولي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري وايي، په ټوله کې داسې ښکاري چې د جګړې ابتکار د امنیتي ځواکونو لاس ته کېوتی او له خپلو وسله‌والو مخالفانو یې د سر پورته کولو جرئت سلب کړی دی.

د وزیري په استدلال د دغسې ابتکاري جګړې جاري ساتل له یوې خوا د امنیتي ځواکونو روحیه پیاوړې کوي او له بلې خوا د هغوی تر نفوذ لاندې سیمو تصفیه کولو ته لار پرانیزي.

وزیري وړاندې وايي، سربېره پر دې د ملي دفاع وزارت دا نوښتونه او ابتکاري جګړه به لامل شي چې په ښارونو باندې هم د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د بریدونو کچه راکمه شي. دولت وزیري په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«د افغان ځواکونو له لوري د جګړې ابتکار اخېستلو سره طالبان نه یوازې په وېره کې دي، بلکې د هغوی جبهې یې هم سره  پاشلې دي.»

د یادولو وړ ده، د ملي دفاع وزیر په توګه د ټاکل کېدو پرمهال اسدالله خالد نوی شعار پر ژبه جاري کړ او ویې‌ویل: سر یې وهو او سنګر یې نیسو.

که څه هم طالبانو د ملي دفاع وزارت د وروستیو پرمختګونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وايي چې د دوی له لوري الفتح عملیات به جاري وي.

شریک کړئ

ورته مطالب