Post Image

افغان ځواکونو د تخار ولایت ينګي قلعه او درقد او د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ بېرته ونيولې.

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، تېره ورځ د تخار ولایت په ینګي قلعه او درقد ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو يوازې تاکتیکي شاتګ کړی وو او اوس يې دواړه ولسوالۍ بېرته له وسله‌والو طالبانو نيولې دي او د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

هجري زیاتوي، د امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ډېر ژر به د دې ولسوالیو پاتې سیمې هم د دې ډلې له شتون څخه پاکې کړي.

تېره ورځ وسله‌والو طالبانو دا دواړې ولسوالۍ نيولې وې. هجري زیاته کړې په درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د پنځو طالب قومندانانو په ګډون ۴۰تنه وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې برید کې ۳۰تنه طالبان ټپیان شوي هم دي، خو وسله‌والو طالبانو بیا دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکوي. دا په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت درېیمه ولسوالي ده چې افغان ځواکونه یې له طالبانو بېرته نیسي.

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کران منجان ولسوالۍ یې نن سهار د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ونيوله.

طالبانو یوه میاشت وړاندې تر یوې اوونۍ محاصرې وروسته د کران منجان ولسوالۍ ونیوله.

د فاع وزارت وايي، د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پرمهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو غني کان لري، له همدې کبله دغه ولسوالي خورا مهمه بلل کېږي.

تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د بدخشان د وردوج او یمګان ولسوالیو د نیولو خبر هم ورکړی و.

بدخشان او تخار د افغانستان په شمال کې ستراتېژيک ولايتونه بلل کېږي چې ختيځ له لوديځ سره د همدې ولايتونو له لارې نښلېدلي دي او د بدخشان سخت جغرافيايي جوړښت د دې لامل شوی چې جګړې يې سختې او دوامدارې وي، خو اوس امنیتي ځواکونه توانېدلي د دې ولايت درې واړه ولسوالۍ او د تخار دوه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيسي.

شریک کړئ

ورته مطالب