Post Image

دې شورا دا پرېکړه پرون چهارشنبه کړې او له مخې به يې بن زايد ال نهيان د راتلونکو پنځو نورو کلونو لپاره د عربي متحده امارتو د رئيس په توګه پاتې شي.
محمد بن زاید ال نهیان لومړنی کس و چې د ۲۰۰۴ميلادي کال د نومبر په درېيمه نېټه د عربي متحده اماراتو دولتي عالي شورا له لوري په منتخبه توګه د دغه هېواد د رئيس په ټوګه وګمارل شو.
نوموړی په ياده نېټه کې د خپل پلار زاید بن سلطان ال نهیان تر مرګ وروسته چې د اماراتو رئیس و، د دغه هېواد واګې په لاس کې واخېستې او پرون يو ځل بيا د څلورم ځل لپاره د عربي اماراتو د رئيس په توګه وټاکل شو.

شریک کړئ

ورته مطالب