Post Image

ځانګړی راپور: محمد نسيم حليم

شواهد ښيي چې ۲ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې په شاقه کارونو بوخت دي او ۲میلیونه نور بیا له فقر، لوږې او بې‌وزلۍ کړېږي.

دغه راز د پوهنې وزارت او نورو څېړنیزو مؤسسو اسناد ښيي چې کابو ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابر دي، تېر کال له زده‌کړو محروم شوې دي دي. دغه راز له یو میلیون نورو ماشومانو څخه د سر سیوری اخېستل شوی او یتیمان دي.

په دغو ارقامو کې چې بېلابېلو ادارو وړاندې کړې کابو نیمايي یې ګډې ستونزې او محرومیتونه لري. د بېلګې په توګه هغه شمېر ماشومان چې ښوونځیو ته له تګ محروم دي، یو لوی شمېر یې خوارځواکۍ هم ځپلې دي او هغه شمېر چې خوارځواکه دي یوه لویه کټګوري یې له زده‌کړې محرومه ده، همدغسې په درنو او شاقه کارونو بوخت ماشومان هم درواخله چې لوی اکثریت یې نه یوازې زده‌کړو ته لاسرسي نه‌لري، بلکې یتیمان هم دي.

بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو ناامني، فقر، په کور دننه مهاجرتونه، دوامدارې اقتصادي ستونزې، روغتیايي ستونزو ته نه لاسرسی، ناوړه دودونه، کورني تعصبات او د حکومت نه‌پاملرنه د هغو عواملو له ډلې شمېرلې چې افغان ماشومان یې له خطر سره مخ کړي دي.

 

فقر او خوارځواکي

د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، دمګړۍ په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه ماشومان د فقر له امله د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. دغې ادارې په دې اړه یوه خپاره کړي راپور کې ادعا کړې چې۶۰۰زره یې خوارځواکۍ بیخي ځپلې دي.

د یونیسف ویاند «کریستف بویلي راک» وایي، افغان ماشومان صحي غذايي رژیم نه‌لري او ژوند یې هره شیبه له ګواښ سره مخ وي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان د یمن او جنوبي سوډان تر څنګ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان تر نورو په‌ کې ډېر په خوارځواکۍ اخته کېږي. 

د یونیسف د راپور په حواله د تېر ۲۰۱۸میلادي کال وچکالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت نور هم خراب او خوارځواکي یې زیاته کړې ده. خو دا اداره په عین حال کې وايي، سږکال به په خوارځواکۍ د ٦٠فیصده اخته ماشومانو له ډلې شاوخوا ۳۷۵زره ماشومانو ته اړینې مرستې برابرې کاندي.

 

تعلیمي محرومیت

شواهد ښيي چې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان تېر کال په افغانستان کې ښوونځیو ته له تګ محروم شوي دي. ناامني له ښوونځیو څخه د ماشومانو محرومیت عمده لامل ښودل شوی. یونیسف په دې اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی. په راپور کې د دغې ادارې مشرې «هینریتا فور» له قوله ویل شوي چې «په افغانستان کې تعلیم» په ډېر بد حالت کې دی. حتی ویل شوي چې تر«برید او اور» لاندې دی.

مېرمن فور وړاندې ویلي، پر ښوونځیو بې‌درېغه او بې‌باکانه حملې، د ښوونکو وژل او ټپي کول او تعلیم ته ګواښونه د ماشومانو د ټول نسل هیلې او ارمانونه له منځه وړي.

یونیسف په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، یوازې په تېر کال کې پر ښوونځیو ۱۹۲حملې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دا مرستندویه اداره وايي، دا او دې ته ورته ګواښونه لامل شوي چې زرګونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم شي.

د ملګرو ملتونو دغې مرستندویه ادارې تېر کال(۱۳۹۷) په پارلماني ټاکنو کې د رأیې ورکولو مرکزونو په توګه د ښوونځیو کارول، پر ښوونځیو د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو یو عمده لامل بللی دی.

بلخوا د پوهنې وزارت مسوولین وايي، تېرکال زیاتره بریدونه پر هغو ښوونځیو شوي چې د ټاکنیزو محلونو په توګه ترې ګټه اخېستل شوې وه.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت انسان نیوز ډېسک ته وویل، په روان کال کې هم  په غزني او فراه ولایتونو کې پر ښوونځیو شدید بریدونه شوي دي.

نوموړې په عین حال کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ښوونځیو، پوهنې کارکوونکو، زده‌کوونکو او ښوونیزو بنسټونو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د غزني ولایت ملا نوح بابا سیمه کې د جګړې پر مهال پر یوه ښوونځي راکټي برید وشو چې ۴ تنه زده‌کوونکي یې ووژل او د دوو ښوونکو په ګډون ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړل. همداراز میاشت وړاندې په فراه کې نامعلومو وسله‌والو دوه ښوونځي په بمونو والوځول.

د پوهنې وزارت ویاندې وویل، ټول هغه ښوونځي چې د جګړو پر مهال تخریب شوي د بیارغونې لپاره یې د پوهنې وزارت له لوري ۹۵۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د پوهني وزارت شمېرو له مخې په تېر ۲۰۱۸میلادي کال کې د جګړو او ناامنیو له کبله په ټوله کې ۱۰۸۰ښوونځي تړل شوي وو چې له دې ډلې ۵۰۰ یې د پوهنې وزارت په هڅو بېرته خلاص شوي او زده‌کوونکي د درس لپاره ورځي.

 

د جګړې تلفات

د پوهنې وزارت او یونیسف اداره داسې مهال پر ښوونځیو د وسله‌والو بریدونو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي چې هر کال په دوامداره توګه د وسله‌والو نښتو ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان او ښځې تشکیلوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېر ۲۰۱۸م کال کې د ۳۸۰۴ تنه وژل شویو ملکي وګړو له ډلې ۹۲۷ تنه یې ماشومان وو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې د ثور په ۱۵مه د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د پېژندنې په غونډه کې وینا کوله، د یونیسف د ۲۰۱۸میلادي کال راپور په استناد بیا وویل چې د ۲۰۱۸کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۵ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دانش په دغه غونډه کې زیاته کړه:

«زموږ د ماشومانو پر وړاندې دغه بوږنوونکی او د اندېښنې وړ ناوړه وضعیت د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان خلک سولې ته څومره اشد ضرورت لري.»

دانش دغه راز وویل، د یونیسف ادارې د ۲۰۱۸م کال د راپور له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې راغلی چې ماشومان په کې په بدترین وضعیت کې ژوند کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال همداراز په دغه غونډه کې ویلي وو، د بشري حقونو په راپور کې هم راغلي چې د یاد کال(۲۰۱۸) په ترڅ کې په افغانستان کې له ۱۰ زرو څخه زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې درېیمه برخه یې ماشومان دي.

 

شاقه کارونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله ۱،۹میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۶ او ۱۷کلونو ترمنځ دي، شاقه او نیمه درانه کارونه کوي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دغو ماشومانو له ډلې ۱،۲میلیونه تنه یې په بېلابېلو کارونو؛ په تېره بیا ډبرو سکرو کانونو، د خښتو بټیو، کرنې او مالدارۍ، موټر جوړولو ورکشاپونو او نورو کې په شاقه او نیمه شاقه کارونو بوخت دي.

خو د احصائیې مرکزي ادارې بیا په خپل یوه تازه راپور کې چې په روان ۲۰۱۹میلادي کال کې خپور شوی، دا شمېره ۲ اعشاریه ۷ میلیونه ښودلې ده.

 

یتیم ماشومان

د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې روانې، جګړې او نورو بدمرغیو شاوخوا یو میلیون ماشومان یتیمان کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې له دغه شمېر ماشومانو څخه فقط ۱۰زره تنه یې په ۶۵دولتي او خصوصي روزنتونونو کې ساتل کېږي.

وزارت وړاندې ویلي چې دا کره او دقیقه شمېره نه‌ده‌‌، بلکې په اټکلونو ولاړه شمېره ده.

د افغانستان د روزنتونونو عمومي رییس فیضان احمد کاکړ بیا وايي چې تر اوسه هم د یتیمو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره د حکومت له لوري جدي کار نه‌دی شوی.

د نوموړي په خبره دا په داسې حال کې ده چې د یتیمو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

په ټوله کې بې وزلي، جنګ، د پوهنې او روغتيا په ډګر کې ستونزې او ننګونې، ناوړه دودونه، د حکومت نه پاملرنه او نور د هغو عواملو په ډله کې راځي چې ماشومانو ته یې په افغانستان کې ژوند ورتریخ کړی دی.
 

شریک کړئ

ورته مطالب