Post Image

د غزني ولایت اوسېدونکي وایي، ددې ولایت د ټاکنو حوزوي کېدل دې د نفوس او احصایې په اساس ترتیب شي.

د غزني ولایت هغه اعتراض کوونکي چې په تېر کې یې د غزني ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې وه او له حکومت څخه یې په دې ولایت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوله انسان نیوز ته وویل، افغان حکومت باید د غزني ۷۰ سلنه بې برخي وګړو ته خپل حق ورکړي.

له دې ډلې محمد اسمعیل شیرزی وایي، که په غزني کې د ټاکنو ستونزه حل نه شي ددې ولایت په امنیت کې به هم ښه والی رانه شي.

نوموړي وویل:

«له شکه پرته په غزني کې حوزوي ټاکنې د هغه ۷۰سلنه بې برخو خلکو غوښتنه ده چې د په تېر کې یې په پارلمان کې هیڅ استازی نه درلود، حکومت ته په کار ده چې دوی ته خپل حق ورکړي.»

بلخوا د غزني یو شمېر مدني فعالان هم د ولسمشر له لوري غزني کې د ټاکنو حوزي ترسره کېدو له طرحي ملاتړ کوي خو وایي، حوزې باید داسې طرحه شي چې ټولو ته پکي خپل حقونه ورسیږي او پاتي خلک هم پارلمان کې خپل استازی ولري.

مدني فعال امین ابراهیم زوی انسان نیوز ته په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې د غزني ټاکنو حوزوي کولو طرحه باید داسې جوړه نه شي چي بیا هم لوی اکثریت پکي بې برخي شي.

«که خدای مه کړه د غزني په حوزوي ټاکنو کې د ۱۴ پښتون مېښتو ولسوالیو چې نسبتا نا امني دي غوښتني په پام کې ونه نیول شي د ټاکنو پایلي به بیا هم د یوه قوم به ګته وي او بیابه اکثریت په پارلمانې له استازو درلودلو محروم شي.»

په ورته وخت کې د غزني ولایتي شورا هم وایي، د غزنی ټاکنیزي حوزې دي د نفوس او احصایې له مخي په ټاکیزو حوزو ووېشل شي.

د غزني ولایتي شورا غړي عبدالجامع جامع انسان نیوز سره په خبرو کې وویل، دا طرحه باید ددې زمینه برابره کړی چې د ټول ولایت خلک په پارلمان کې خپل استازي ولري.

نوموړي زیاته کړه:

«په تېر کې چې غزنی په کومو ټاکنیزو حوزو ویشل شوی وه بیا هم اقلیت سیمو ته ډېره پاملرنه شوې وه او د ځانګړو سیمو خلکو ته پکي زیاته ونډه ورکړل شوې وه چې دا ځل باید داسې ونه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني د ملي امنیت شورا په غونډه کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال او د ولسمشر دویم مرستیال ته سپارښتنه وکړه چې د ملي امنیت شورا راتلونکې ناستې ته نوې طرحه چې غزني په ټاکنیزو حوزو وېشي چمتو او د تصویب لپاره وړاندې کړي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د دغې طرحې د تدوین په برخه کې دې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره په غزني ولایت کې د نوم لیکنې پروسې د پېلېدو پرمهال د دې ولایت پښتنو د ټاکنو کمیسیون دروازه تړلې وه او د حوزوي تاکنو غوښتنه یې کوله.

د دوی په خبره، په تېرو ټاکنو کې د غزني په پښتون‌مېشته سیمو کې د ناامنیو له کبله ټول ۱۱تنه استازي هزاره توکمه وو.

 د غزني ولایت پښتون‌مېشتو سیمو مشران استدلال کوي چې د ناامنیو له کبله به بیا هم په پارلمان کې له استازو بې برخې شي، خو که ټاکنې حوزوي شي دا ستونزه اوارېدلی شي

شریک کړئ

ورته مطالب