Post Image

کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نږدې راتلونکې کې د وسله‌والو مخالفانو ځپلو په هدف په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي.

دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د امنيتي ځواکونو ګډ پلاوي په همدې هدف د شمال او شمال ختيځ زون ولايتونو د امنيتي وضعې اروزونې په موخه دې ولايتونو ته سفر کړی او د ياد پلاوي د سفر تر پايلې وروسته به د عملياتو په اړه پرېکړه وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ياد پلاوي په بلخ کې د ملي پولیسو او د دغه زون د امنیتي او دفاعي ځواکونو له قومندانانو سره کتلي او په اړوندو ولايتونو کې يې د امنيتي وضعيت په اړه هر اړخيز بحث کړی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې د ژمي په را رسيدو او د پلاوي د سفر له نتايجو سره سم به په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د وسله‌والو مخالفانو د ګروپو او پټنځايونو له منځه وړلو په  هدف عمليات پيل شي.

په خبر پاڼه کې ټينګار شوی چې د يادو پيليدونکو عملياتو پرمهال به د عامو خلکو ژوند خونديتوب ته جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په يوشمېر شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دواړه خواوې په کې يوه او بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه