Post Image

ټاکل شوې سبا پنج‌شنبې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير عمران‌خان په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته لاړ شي او دغلته له پاکستاني لوري سره د دواړو هېوادونو اړوند پر ځينو مهمو مسئلو بحث وکړي.

د تېرې غويې مياشتې په ۱۵مه د پاکستان لومړي وزير له ولسمشر غني سره په ټیليفوني خبرو کې ولسمشر غني ته د اسلام‌اباد سفر بلنه ورکړه.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري انسان نیوز ډېسک ته په رالېږلي ویډیويي کلیپ کې ويلي، دغه سفر د سولې مشورتي لويې جرګې د غوښتنې او پاکستان د لومړي وزير په بلنه ترسره کېږي.

نوموړی وايي چې ولسمشر غني به اسلام‌اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې، له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ او سيمه‌ييز پيوستون سربېره د افغانستان پر سوله او امنيت هم خبرې وکړي. چخانسوري په دې اړه وايي:

«د افغانستان حکومت، خلک او نړيوال چمتو دي چې په افغانستان کې روانه ۴۰کلنه جګړه ختمه شي او بايد وليدل شي چې سیمه او په ځانګړې توګه پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته څومره اماده دی او څه کولی شي.»

 دا اسلام‌اباد ته د ولسمشر غني سفر دویم سفر دی. ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره شاوخوا څلورنیم کاله وړاندې سفر کړی و. اوس ګومان دا دی چې ولسمشر غني د دغه سفر په ترڅ له پاکستاني لوري د افغانستان سولې او جګړې په اړه څرګند پیغام ترلاسه او یا لږ تر لږه په دې رابطه سپینې خبرې وکړي.

 

سيمه‌ييز اتصال، سوداګري او ټرانزیټ

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر یوه موخه د دواړو هېوادونو تر منځ په سيمه‌ييزو پروژو کې همکاري بلل شوې، خو پوښتنه دا ده چې په سيمه‌ييزو پروژو کې د دواړو هېوادونو همکاري او سيمه‌ييز پيوستون څومره مهم دی؟

د افغانستان حکومت وايي چې په سيمه کې د پرمختګ په هدف د هېوادونو بشپړې او هراړخيزې همکارۍ ته اړتيا ده او پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر هدف هم همدا دی چې پاکستان په دې اړوند همکارۍ ته وهڅول شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرستيال صميم عارف وايي، ولسمشر غني څو ځلې پر پاکستان غږ کړی چې د سيمه‌ييز اتصال په پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي او له دې پروژو خپله هم ګټه واخلي. عارف انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«هغه پروژې چې افغان حکومت پلان کړې او ان‌ شاءالله په څو کلونو کې به بشپړې شي، له دغو پروژو باید پاکستان هم ګټه واخلي. نو که له افغانستان سره د همکارۍ پر بنسټ د پاکستان اړيکې ولاړې وي، ډېره ګټه به وکړي. په جګړه کې د چا ګټه نه‌شته.»

د لاجوردو ټرانزیټي لاره، د واخان لاره، د ورېښمو لار او ټاپي؛ هغه مهمې پروژې دي چې سيمه‌ييز اتصال ته اړتيا لري او د پاکستان ګټه هم په کې نغښتې ده.

په عین حال کې د اقتصادي چارو مبصرین د سيمې پرمختګ او سترو سيمه‌ييزو پروژو د پلي‌تابه لپاره د اړوندو هېوادونو همکاري مهمه بولي. د اقتصادي چارو شنونکی او د کانونو وزارت ویاند عبدالقدير مطفي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

 «ټولې منطقوي پروژې د سيمې هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري، د سيمې هېوادونو تر منځ د هم‌پالنې فرهنګ دودېدو ته اړتيا ده او تر هغې چې د سيمې هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان په دې پروژو کې رغنده رول ونه‌لوبوي، په اسانه نه‌شي عملي کېدای، ښه بېلګه یې د ټاپي پروژه ده چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په کې په مستقيم ډول دخیل دي او د دوی د هر يوه له همکارۍ پرته دغه پروژه نه‌شي عملي کېدای.»

کابل داسې مهال له اسلام‌اباده په سيمه‌ييزو پروژو کې د اتصال او پيوستون هيله لري چې تر دې وړاندې له افغانستان سره د ښې همکارۍ مخينه نه‌لري.

پاکستاني چارواکو ډېری وخت د مېز پر سر يو څه ویلي او د پردې تر شا يې بل څه کړي. د دې ټکي څرګنده بېلګه د اپټا تړون په عملي کېدو کې د پاکستان نه همکاري ده.

د سوداګرۍ دا تړون د ۲۰۱۰میلادي کال په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسليک شو. موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اسانه شي او د دواړو هېوادونو سوداګريز توکي نړيوالو بازارونو ته لار ومومي، خو پاکستان د دې تړون له عملي کېدو سره هېڅ مرسته ونه‌کړه او په وار وار يې د خپلو لارو په بندولو سره افغان سوداګرو ته درانه مالي زيانونه واړول.

 

امنیت او سوله

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر بل هدف دا ښودل شوی چې هلته به له خپلو سیالانو سره د افغانستان او ان د سیمې پر سولې، ثبات او امنیت خبرې کوي او د ګډې همکارۍ لپاره به یو ځانګړی پلاټ فورم تعریف کړي.

افغان مبصرین د دغسې یوه امنیتي پلاټ فورم او طرحې جوړول نه یوازې د افغانستان سولې او ثبات لپاره مهم بولي، بلکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره یې اغېزناک شمېري.

د سیاسي او منطقوي چارو متخصص او شناندی ډاکټر روح‌الله امین په همدې باور دی. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«تر هغه چې د سیمې امنیت لپاره یو ګډ تفکر رامنځ ته نه‌شي او یوه مشترکه پالیسي جوړه نه‌شي، ټولو جګړه‌کوونکو ته په یوه سترګه ونه‌کتل شي او د افغانستان سوله او ثبات د سیمې هېوادونو له لوري خپله سوله او ثبات ونه‌بلل شي، نه‌‌یوازې افغانستان امن کېدلی نه‌شي، بلکې سیمه به هم د ناامنۍ په اور کې سوځي او ګډې پروژې او فرصتونه به له لاسه ورکوي.»

ډاکټر امین وړاندې وايي چې د پخوا په نسبت په پاکستاني چارواکو کې هم د سیمې او افغانستان امنیت په رابطه د ګډې همکارۍ فکر پیدا شوی او دا د ډېرې هیله‌مندی ځای دی.

«د هند صدراعظم مودي ته د عمران‌خان استولي لیک کې راغلي و چې پاکستان د ټولې سیمې ثبات غواړي، او د ولسمشر اوسنی سفر هم د عمران‌خان په بلنه ترسره کېږي، دا ټولې هغه نښې نښانې ده چې د سیمې او افغانستان د امنیت او سولې په رابطه د پاکستان مقاماتو د طرز دید په بدل‌والي باندې دلالت کولای شي.»

خو له دې سره جوخت افغان مبصرین وايي، ولسمشر غني باید له پاکستان سره د راکټي بریدونو په اړه هم بحث او خبرې وکړي.

کونړ، نورستان، ننګرهار، پکتيکا، پکتيا او خوست هغه ولایتونه دي چې وخت ناوخت پرې د پاکستاني پوځیانو له لوري راکټونه توغول کېږي.

 د خوست په سپېرې او د کونړ په دانګام او نورو ولسوالیو کابو یوه نیمه میاشت وړاندې هم بریدونه شوي وو.

د سیاسي چارو کارپوه امين‌الله شارق په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

« واضح خبرې دې وشي، که پاکستان په خپل دريځ کې بدلون ته لېواله و، ښه دی او که نه حکومت دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نورو نړيوالو مراجعو ته د پاکستان په اړه شکايت وکړي.»

 

پي ټي ام

که څه هم د پښتون‌ژغورنې غورځنګ موضوع د ولسمشر غني د سفر په اجنډا کې نه‌ده‌ ځای شوې، خو افغان مبصرین وايي چې له دغې موضوع په څنګ تېرېدنه هم سخته ده.

د پاکستان په اړه ګومان کېږي چې د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ پراخو فعاليتونو وارخطا کړی؛ که نه څه اړتیا وه چې په ساختګي تورونو د دغه غورځنګ د ځینو مشرانو په نیولو لاس پورې کړي.

افغان مبصرین وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له عدالت‌غوښتونکي دریڅ څخه باید د ولسمشر غني په څېر د سیمې هېوادونو نور مشران او ان نړیواله ټولنه هم ملاتړ وکړي.

د چارو شنونکی لطيف ارش همدې موضوع ته اشاره لري. نوموړي انسان نیوز ډېسک ته وویل چې د پښتون ژغورني غورځنګ پرضد د پاکستان استبدادي چلند باید وغندل شي.

 ولسمشر غني ډېره موده وړاندې؛ یعنې هغه مهال چې په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی ووژل شول د تشدد غندنه کړې وه او په دې اړوند یې په خپل تویټر لیکلي وو:

«سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي. په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله‌ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه‌یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.»

لنډه دا چې پاکستان ته د ولسمشر غني دغه دوه ورځنی سفر چې سبا به پیل شي په کور دننه ډېر امیدونه زېږولي او هیله کېږي چې د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ پراختیا او د افغانستان او سیمې د سولې او امنیت په اړوند به ډېرو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډې همکارۍ ته لار پرانیزي.

ځانګړی راپور: احسان‌الله احسان

شریک کړئ

ورته مطالب