Post Image

د فارياب ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت د پوليسو ځانګړې قطعې قومندان محمد خان تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له لوري د فارياب په شولګرې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

چارواکي زياتوي چې وسله‌والو طالبانو پر نوموړي په خپل کور کې بريد کړی او په ترڅ کې يې محمدخان او د نوموړي يو ساتونکی دواړه وژل شوي دي.

د فارياب امنيه قومندان غيب الله هم د محمد خان وژنه تائيدوي او زياتوي چې نوموړی د خپل پلار جنازې لپاره شولګرې ته تللی و.

نوموړي په دې اړه له افغانيې سره خبرو کې زياته کړه:

«د قومندان صېب محمدخان کورنۍ په شولګرې کې اوسي او نوموړی د خپل پلار د جنازې مراسمو لپاره کور ته تللی و چې وسله‌والو طالبانو پرې تېره شپه بريد کړی او شهيد کړی يې دی.»

ويل کېږي چې د محمد خان دوه ساتونکي هم وسله‌والو طالبانو له ځان سره بېولې خو د فارياب امنيه قومنداني بيا په دې اړه څه نه وايي.

د فارياب د پوليسو ځانګړې قطعې قومندان محمد خان داسې مهال وژل کېږي چې په دې وروستيو کې د دې ولايت امنيتي چارواکو له وسله‌والو طالبانو څخه د ګڼو سيمو د بېرته نيولو خبر ورکړی دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه