Post Image

د شپږيزې کرکټ ليګ د دويم پړاو په لومړۍ لوبه يا الېمېنېټر کې مس‌عينک اتلانو وکولای شول، په اوو وېکټو د بندامير ښامارانو ته ماتې ورکړي او پايلوبې ته ځان ورسوي.

د دغې لوبې پچه د بندامير ښامارانو وګټله او لومړی يې خپله توپوهنه ترسره کړه. بندامير لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې ۱۵۷ منډې وکړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه. خو د مس‌عينک اتلانو وکولای شول يوازې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي او لوبه وګټي.

د مس عينک له لوري په توپوهنه کې رحمن‌الله ګربز ۸۰ منډې وکړې.

خو د بندامير ښامارانو لوبډله بل چانس هم لري او ټاکل شوې د لومړي کواليفاير له بريالۍ لوبډلې سره سبا لوبه ترسره کړي.

په لومړي کواليفاير لوبه کې چې نن له غرمې وروسته ترسره کېږي، کابل بازان د سپين‌غر له زمريانو سره د لوبې ډګر ته ووځي. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به له بندامير سره لوبه کوي او هرې لوبډلې چې لوبه وګټله د جمعې په ورځ له مس عينک لوبډلې سره پايلوبه ترسره کوي.

شریک کړئ

ورته مطالب