Post Image

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا دوشنبې له ویسټ انډیز لوبډلې سره خپله دریمه یوه ورځني لوبه کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت سبا له غرمې وروسته یوه بجه د هند د لکنو ښار په ایکانو کرکټ لوبغالي کې کېږي.

افغانستان د دې سياليو په لړ کې خپله لومړۍ او دویمه لوبه ویسټ‌انډيز لوبډلې ته بايللې.

د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، افغان لوبډله به د دې سياليو په لړ کې له ویسټ‌انډيز سره درې يو ورځنۍ، درې شل اوریزې او يوه ټسټ‌ لوبه وکړي.

افغان لوبډله په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې تر اوسه د ویسټ انډیز له لوبډلې سره ۸ ځله مخامخ شوې چې درې لوبې يې ترې ګټلي، څلور يې بايللي او يوه لوبه يې بې پايلې شوې ده.

د افغانستان او ويسټ‌ انډيز یو ورځنۍ لوبې به د نومبر میاشتې له شپږمې تر ۱۱مې، شل اووريزه لوبې له ۱۴ تر ۱۷مې او ټیسټ لوبه به هم د همدې میاشتې له ۲۷ د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه