Post Image

د هند له پارلماني ټاکنو څخه داسې ښکاري چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن بي جي پي ګوند ښایي یو ځل بیا بریا ترلاسه کړي.

هندي رسنۍ له رایه اچونې وروسته د خلکو نظرپوښتنې پر بنسټ وایي، د ښاغلي مودي ګوند پر خپلو سیالو ګوندونو برلاسی ښکاري.

خو د ټاکنو چارو کارپوهان بیا وایي، تر رسمي پایلو وړاندې دغسې اټکلونه پخوا ډېر ځله ناسم ثابت شوي دي.

د هند پارلماني ټاکنو رسمي پایلې به راتلونکې پنج‌شنبې د می په ۲۳مه اعلان شي.

هند یو له هغه هېوادونو ځنې دی چې سیمې او افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې پراخې اړیکې لري.

د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي هم په تېره پنځه کلنه دوره کې په دې هڅه کې و چې سیمې او افغانستان سره ښې اړیکې ولري او د هند اقتصادي وضعیت وغوړوي.

د نړیوالو چارو شنونکي وایي، نریندرا مودي که بیا واک ته راځي، دا به د سیمې او افغانستان لپاره په هره برخه کې خورا اغېزناک وي.

د دوی په خبره، د هند نور ګوندونه نسبت «بي جي پي» ته د سیمې او افغانستان په اړه خپل جلا لیدلوري او دریځونه لري چې ممکن د هغوی واکمنېدو سره شته اړیکې وننګول شي.

د نړیوالو چارو شنونکی انتظار خادم وایي، د افغانستان او سیمې لپاره اوسمهال د بي جي پي ګوند کړنلاره خورا سوله‌ییزه ده. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ته وویل:

«هند په تېرو پنځو کلونو کې د نریندرا مودي تر واک لاندې نه یوازې افغانستان، بلکې نورو هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې درلودې، خو په نورو ګوندونو دا باور بیا نه‌شي کېدای ځکه هغوی به په ‌دې ډګر کې نوې کړنلارې لري او ممکن د دوی نوې کړنلارې وخت وغواړي.»

انتظار خادم همداراز دا هم وویل، اتیا سلنه امکان شته چې بي جي پي ګوند یو ځل بیا واک ته راشي.

امریکایي ورځپاڼې نیویازک ټایمز هم په یوه مقاله کې لیکلي، مودي اوس هغه مودی نه دی چې نړیوالو رسنیو به یې په اړه لیکنې خپرولې او دی به یې یو کیڼ اړخی سخت دریځی نشنلیست باله.

د ورځپاڼې په نظر ښايي، داسې به شوي وي چې په ټاکنو کې د ده منډو ترړو هندوان چې اکثریت دي د مسلمانانو پرضد چې لږکي دي پارولي وي، خو په اقتصادي برخه کې ده داسې میراث پریښی چې د امکان تر حده یې یو هندی مشر پرېښودلی شي.

د هند پارلماني ټاکنې په اوو پړاوونو کې ترسره شوې، او بي جې پي او کانګرېس ګوندونو په کې له نورو مخالفو ګوندونو سره کلکه سیالي وکړه.

خو په ورته وخت کې دواړو ګوندونو د ټاکنیزو کمپاین په بهیر کې نږدې هره ورځ پر یوه بل لفظي بریدونه هم کول او یو بل یې په فساد، خپلوۍ پالنه او جعلي ملت‌پالنه تورنول.

د ډېرو په اند دا ټاکنې پخپله د لومړي وزیر مودي د واکمنۍ په اړه هم یوه ټولپوښتنه وه. د نوموړي ګوند د ۲۰۱۴میلادي کال ټاکنې په لوی اکثریت ګټلې وې او پنځه کاله یې حکومت وکړ.

د هند په پارلمان کې یو ګوند یا یوه ټلواله باید د حکومت جوړولو لپاره ۲۷۲چوکۍ ولري.

د رایه اچوونکو د ځوابونو پر بنسټ داسې اټکل کېږي چې د لومړي وزیر مودي د ګوند په مشرۍ جوړ شوی ملي ډموکراتیک اتحاد به د ۲۸۰ او ۳۱۵ ترمنځ چوکۍ ترلاسه کړي.

خو یو شمېر رسنیو بیا داسې اټکل کړی چې بي جې پي ګوند ښایي یوازې ۲۶۷ چوکۍ وګټي، او په دې حساب به د حکومت جوړونې لپاره غوڅ اکثریت ونه‌لري.

د هند پارلماني ټاکنې تېرې اپرېل میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وې، خو د امنیتي او لوژیستیکي خنډونو له کبله په ۷ پړاوونو کې بشپړې شوې.

په هند کې تر ۹۰۰ ملیونه ډېر خلک د رایې اچونې جوګه دي، او په دې حساب دا ټاکنې په نړۍ کې د ډموکراتیک بهیر تر ټولو لویه بېلګه بلل کېږي.

پخپله واکمن بي جې پي ګوند او نورو مخالفو ګوندونو تر دې دمه د پایلو او اټکلونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب