Post Image

دا د سولې او انتخاباتو مسئلې نه هم یو شمېر کسانو په لوی لاس د چرګې او هګۍ کیسه جوړه کړې ده، چې کومه یوه باید مخکې او وروسته شي. په داسې حال کې چې مسئله کاملا روښانه ده. سولې ته ځکه پروسه وايي چې له مذاکراتو پيلېږي، جنګ بندۍ ته خبره رسېږي او بیا ګام په ګام په هر اړخ خبرې کېږي تر څو یوه معاهده وشي او د هغې معاهدې نه وروسته د وسله والو د بیا ادغام او د کډوالو د راستنېدو پورې بېلابېل مراحل لري، چې له بده مرغه دلته تر اوسه دا پروسه بیخي پیل شوې نه ده. او انتخابات بیا خپل وخت او زمان لري که ونشي د نظام او حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي او دغه نسبي ثبات او اعتبار هم ختمېږي او یوې بلې سیاسي بي ثباتۍ ته زمینه برابرېږي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی او زموږ له حکومتي او یو شمېر سیاسی مشرانو سره یې کتنه کې وویل، انتخابات به په خپل وخت کېږي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به طالبانو سره یو چارچوبي توافق (Framework agreement) ته ورسېږي.  دلته بیا زموږ ژورنالیستانو د سولې د هوکړه لیک ترجمه کړې ده. اصله ترجمه یې دا ده چې موږ به طالبانو سره په دې موافقه کوو چې بیا یوې موافقې ته ورسېږو، چې موږ ورته چارچوبي توافق هم ویلی شو، دې ته ابتدايي موافقه هم وايي. یعنې امریکا له شپږ دورو خبرو وروسته طالبانو سره حتا همدغه چارچوبي موافقه لا نه ده کړې.

زموږ سیاسیونو او ځینو رسنیو دا خبره داسې تبلیغ کړه چې ټاکنې پاتې شوې اول به سوله کېږي بیا به ټاکنې او په دې توګه د ټاکنو ځنډ ته زمینه برابروي چې د نظام او حکومت همدا نیم بنده مشروعیت او مقبولیت هم ختم کړي او بیا د طالب توره او خبره نوره هم تېره شي.

فرض کړئ که د سولې پروسه همداسې لکه څنګه یې چې طالب پلوه او د حکومت نور مخالف ټیمونه تفسیروي مخې ته لاړه شي، نو دوه میاشتې وروسته به دوی طالبانو سره په دې توافق ته رسېږي چې په کومو مواردو توافق کوو، هغه موارد خلیلزاد وار له مخې ذکر کړي که په ټولو توافق ونشي په یو یې توافق نه کوو. ښه، دوې میاشتې وروسته همدغه توافق وشو چې په څلورو مواردو توافق کوو چې پرې بحث کوو، لکه د بهرنیو ځواکونو وتل، داعش او نورو تروریستي ډلو سره مبارزه، د اوربند اعلانول او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرې.

تر اوسه طالبانو لا امریکا سره په دې توافق نه دی کړی چې دوی به په دغه څلورو مواردو د بحث توافق لاسلیک کوي او بیا بحث او یو نهايي توافق ته رسېږي کله چې په دې څلورو مواردو نهايي توافق وشو، بیا نو د هر مورد په سر جلا جلا بحث او افغان حکومت سره مذاکرات پيلول؛ دا اوږده کېسه ده. تر اوسه د افغانستان حکومت او امریکا غواړي په دغو مواردو مذاکرات او توافق وشي، خو طالبان او پاکستان حاضر نه دي چې دا کار وشي، نو دغسې یو مبهم حالت په خاطر د افغانستان حکومت څه اړتیا لري چې انتخابات وځنډوي لکه زموږ ځیني سیاسي مشران چې یې غواړي.

ولسمشر غني وايي د افغانستان د کړکیچ لپاره یو سیاسي حل لاره او روغه جوړه مهمه ده، د افغانستان لوی ملاتړې امریکا او اروپايي اتحادیه هم همدا خبره کوي. خو پاکستان او طالب بیا په ټول افغانستان د کنټرول او د خپل اسلامي امارت خوبونه ګوري.

په آخر کې دومره وایم چې تر اوسه لا په دې چارچوبي توافق، توافق نه دی شوی او کله چې دا کار وشو او نهايي توافق ته ورسېدل بیا نو نوبت افغان حکومت سره مذاکراتو ته رسېږي او کله چې دا مذاکرات پيل شي موږ ویلی شو چې اوس د سولې پروسه پيل شوه.

د سولې پروسې له پیل بشپړې سولې ته رسېدل چې ټول وسله وال ټولنه کې مدغم، کډوال راستانه او د جنګ قربانیانو ته رسیدګي وشي، لږ تر لږه پینځه کاله وخت نیسي.

شریک کړئ

ورته مطالب