Post Image

له نن کابو لس میاشتې وړاندې ډاکتر زلمی خلیلزاد په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر د افغانستان سولې په تړاو د امریکا  بهرنیو چارو وزارت له لوري ځانګړی استازی وټاکل شو، تر څو د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره اواره کړي.

نن چې په دوحه کې د دې هڅو د اووم پړاو دویمه برخه پیل شوه، ټاکل شوې امریکا او طالبان یو ځانګړي توافق ته ورسیږي. د دې توافق چې مسوده یې لا وړاندې تیاره شوې وه، له نن وروسته به دواړه اړخونه په دې موافقه وروستۍ کتنه کوي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانستان له خاورې د امریکا ګټو ته ګواښ نه متوجې کول، هر اړخیز او دایمي اوربند او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې، د خلیلزاد ماموریت اصلي اجنډا وه تر څو پرې له طالبانو سره خبرې وروستۍ کړي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه همېشنۍ خبره چې "په هېڅ شي توافق نه کېږي، تر څو په هر څه توافق ونه‌شي"، به لا هم د ډېرو په یاد وي.

انګېرل کېږي، د افغانستان حکومت د همدې څلورو مواردو په برخه کې خپل ځانګړي ملاحظات لري، لومړی د امریکايي ځواکونو د وتلو مورد دی. د افغانستان حکومت له وروستیو څرګندونو ښکاري چې امریکايي پوځونه به د افغانستان د شرایطو په رڼا کې دا هېواد پرېږدي او له افغانستان سره د امریکا د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون په نظر کې نیولو سره به چلند کېږي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي څو ورځې وړاندې د پمپیو د هغې وینا په ځواب کې چې ویلي و د امریکا ۲۰۲۰ کال ټاکنو پورې به د امریکايي ځواکونو یوه برخه له افغانستان څخه وباسو، وویل دا وتل به د افغانستان شرایطو په رڼا  کې کېږي. ښاغلي صدیقي دا هم وویل چې پمپیو له ولسمشر غني سره په دې تړاو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د جنوبي اسیا او افغانستان په تړاو د ټرمپ په ستراتېژۍ کې ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

کله چې د امریکايي ځواکونو وتلو مسئله مطرح کېږي، تر څنګ یې دا هم د پام وړ اهمیت لري چې واضح شي، له افغان ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې او په ځانګړي ډول د ناټو د کمکونو سرنوشت او نور تعهدات چې تر دې وړاندې ترسره شوي دي، څه کېږي؟

بل اړخ د طالبانو له لوري د ګواښ نه متوجې کولو ضمانتونه دي. داسې انګېرنې شته چې افغان حکومت به د طالبانو له لوري د وړاندې کېدونکو ضمانتونو په اړه هم د لازمو وضاحتونو غوښتونکی وي. دا ضمانتونه څه دي؟ څرنګوالی یې څه دی؟ تعهدات او ژمنې کومې دي؟ او څنګه به عملي کېږي؟ لا هم په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک شوي.

تلپاتې اوربند او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دوه هغه موارد دي چې د نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو هېوادونو، او د افغان ولس پرې اجماع موجوده ده او هیله لري چې د ټولو هڅو په سر کې واقع وي.

موده وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل، له طالبانو سره د امریکا له لوري د ترسره کېدونکي هوکړه‌لیک مسوده ولسمشر غني ته رسېدلې ده، تر څو د افغانستان حکومت ملاحظې او خبرې پرې ترلاسه کړي.

له دې وینا وروسته داسې خبرې هم رسنیو ته ورسېدې چې ګواکې د ولسمشر غني له لوري د مسودې متن د ځانګړو ملاحظاتو په رڼا کې امریکايي لوري ته سپارل شوی دی، مګر په دې تړاو لازم جزییات لا هم رسنیو ته نه دي رسېدلي.

ټول انتظار دا دی چې په دې مسوده کې به د هغه څلور ګونې اجنډاء په اړه کامل وضاحت وي چې کابو لس میاشتې پرې خبرې شوې دي. که چېرې د هوکړې دا مسوده له دایمي اوربند، د ضمانتونو په اړه د ښکاره او واضحو لیدلوریو، له ځنډ پرته د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل او د افغانستان شرایطو په رڼا کې د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی نه وي روښانه، راټوکېدلې هیلې به له منځه یوسي او پر ترسره شویو خبرو به بې باوري لا نوره ژوره کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ له طالبانو سره د مخامخ خبرو په موخه یې د مذاکراتي ټیم ۱۵کسیز لېست نهايي کړی دی. یاد وزارت په خپله خبرپاڼه  کې ویلي و چې له داخلي او ذیدخلو اړخونو سره تر هر اړخیزو خبرو وروسته یې یاد لېست وروستی کړی دی.

له دې سره سم ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې پیل شي، ناروي، المان، ازبکستان، او اندونیزیا احتمالي هېوادونه دي چې دا خبرې به ور وغځیږي.

شریک کړئ

ورته مطالب