Post Image

یادښت:

آیا افغانستان یو شاتګپاله هېواد دی؟ آیا موږ په تاریخي لحاظ د نوي‌والي، ارزښتونو او ثبات تجربه نه لرو؟ څنګه پوهېدای شو چې د نن موډرن ارزښتونه زموږ لپاره پردي نه دي؟ له موډرنیزم سره د افغانانو اړیکې او تجربې کومې دي؟ او ولې د پرمختګ او پرمختګ پر وړاندې خنډونه د تفکیک وړ نه دي؟

د لیکنو په دې لړۍ کې په تېره حداقل یوه پېړۍ د افغانانو او موډرنیزم پر اړیکو خبرې کوو.

 

د خپلواکۍ تر جګړې وروسته افغانستان د انګلیسي استعمار څخه په بهرني سیاست کې د خپلواک تصمیم څښتن شو. له دې مخې اړتیا پېښېده، هغه مولفې چې باید د هېواد نوې فکري منظومه پرې ترتیب شوې وائ، هم په جدي ډول رعایت شي، نو استقلال، برابري، آزادي غوښتنه، خلکو او ولس ته لومړیتوب او سیاسي ونډه قایلېدل، د لومړنیو اساساتو له مخې د هغه وخت د دولتي سیاست برخه وه چې ملي نظریه یې پرې ترسیموله. د ملتپالنې عناصرو او اصلي بناګانو د هغه وخت د انسان له غوښتنو سره اړخ لګاوه، د چاپ صنعت، دیني ریفورم، صنعتي اقتصاد، کورنۍ فرهنګي او ټولنیزې سمونتیاوې، رغنیز او زېربینایې کارونه او دې ته ورته چارې، د هغه مهال د خلکو عمومي تقاضاوې وې، چې باید تر سره شوې وائ.

امان الله خان چې پاچا شو د مشروطه غوښتونکو پروګرام د پلي کولو لپاره لاس په کار شو. دی چې د ځوانۍ په قوت کې و او د مشروطه غوښتونکو پروګرام ته پوره رښتین و، له وطن سره یې دغسې مینه لرله چې ویل یې «وطن ته له خدمت پرته لوړه مینه نه لرم»، نو یې اول د کابل په مرادخانیو کې په یوازې ځان د خلکو په مخ کې د هېواد بشپړه خپلواکي او داسې هم د افغانانو ازادي او سره برابري اعلان کړه. بیا یې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې په یوه عام رسمي دربار کې د وطن پوره خپلواکي په دغو لفظونو څرګنده کړه:

«ما خپل ځان او خپل هېواد پوره آزاد، پخپل اختیار او خپلواک اعلام کړ. له دې وروسته به زما هېواد هغسې خپلواک وي، لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چې دي. هېڅ باندنی هېواد به پرې نه ښودل شي چې یوه وېښته قدر حق ولري چې د افغانستان په د ننیو او باندنیو چارو کې ګوتې ووهي او که کوم چا دغسې وکړل، زه تیار او آماده یم چې مرۍ یې په خپلې دغې تورې سره پرې کړم» (کاکړ، ۱۳۸۹: ۱۹۲-۱۹۳).

د امان الله خان د حکومت پر مهال لومړنی اساسي قانون جوړ شو. پر سیاسي نظریاتو بندیز لغوه شو او مریتوب هم په لومړي سر کې محکوم شو او بیا په اساسي قانون کې په صراحت سره لغوه اعلان شو. په کال ۱۹۲۰ کې د بېسوادۍ پر وړاندې کمپاین پیل شو او په کال ۱۹۲۳ کې یې یوه ډله محصلین د زده کړو لپاره فرانسې ته ولېږل. د پوهنې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه یې د خلکو په خوښه د (له معارف سره مرسته) په نوم مالیات لوړ کړل. د ښځو د آزادۍ او تعلیم نهضت پیل شو. د حمایت نسوان په نام د ښځو لپاره یو انجمن تاسیس شو او تر څنګ یې د ارشاد نسوان په نوم د ښځو د فکري تنویر او ورځنیو چارو په باب یوه ښځینه جریده هم پیل شوه.  د امان الله خان په اصلاحي طرحه که د نجونو لپاره د واده عمر ۱۸ کاله او د هلکانو لپاره ۲۲ کاله وټاکل شو. په هغه مدني قانون کې چې د ۱۹۲۲ او ۱۹۲۳ کلونو تر منځ تدوین شوی و، یو شمېر اضافي لګښتونه لکه د واده، کوژدنې، د مړي د ښخولو او دې ته ورته لګښتونه منع شول. په کال ۱۹۲۲ کې اجباري کار له منځه ولاړ. تر کال ۱۹۲۴ پورې په کابل ښار کې دوه لوی عمومي روغتونه تاسیس شوي وو. د مدني او مذهبي مضمونونو او مشرانو د تعلیم پروسه پیل شوې وه او خپله امان الله خان به ټولګیو ته ورته، او تدریس به یې کاوه. په کال ۱۹۲۴ کې لومړنۍ زده کړې اجباري شوې او له شپږ کلنۍ تر یوولس کلنۍ د نجونو او هلکانو د ګډو زده کړو پروسه هم تر کار لاندې وه. په کال ۱۹۲۸ کې د لومړنیو زده کړو په موخه د نجونو لومړنۍ ۲۸ کسیزه ډله ترکیې ته ولاړه. په ۱۹۲۰ کې پغمان د هېواد په کچه د اوپرا لومړنۍ مرکز و او په کابل ۱۹۲۳ کې لرغونپېژندنې لومړني مطالعات هم پیل شول (زرملوال، 1383: 89 – 91).

تېره یوه پېړۍ وړاندې د افغان مېرمنو لپاره هم د سیاسي تاریخ او د سیاسي وېښتابه په پار مهمه او جدي وه. امان افغان او شاه خانم د جګړې ضد تفکر په برخه کې د ښځو د نقش او څرنګوالي مهم او اصلي محور دی. ملکه د هغه وخت او د اوس لپاره د خپلواکۍ، آزادۍ، تفکر، بشري حقونو، ډیموکراسۍ او وېښتیا ښځینه رول ماډل دی. په ټوله کې اماني دولت د بشري حقونو د حفاظت او ساتنې په برخه کې د پام وړ او جدي اهمیت لري. په تاریخي لحاظ امانیه نظام کولای شو په ټول جرأت د بشري حقونو نظام وبولو. د ښځو لپاره د کار، ښوونې او روزنې، انکشاف، تولید او ورته چارو ته جدي پاملرنه، د مرییتوب قانون لغوه کول او د غیر مسلمو وګړیو سره د نیک چلند په باب ځانګړي حکومتي احکام صادرېدل چې په دې دوره کې د خالصو بشري حقونو د شتون حکایت کوي. شاه امان الله خان، ملکه ثریا او محمود طرزی د دې ټولو تغیراتو او افکارو په سر کې واقع دي.

د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د غازي امان الله خان د حاکمیت دوره یوازینۍ تاریخي دوره ده چې د ښځو لپاره د کار، فکر او عملي پروګرامونو په باب فعالیت پیل شو. د ښځو لپاره نشرات، ښوونه او روزنه، قضايي خوندیتوب، مدني فعالیت او دې ته ورته چارې د ښځو په سیاسي تاریخ کې په لومړي ځل لیدل کېدې. افغان مېرمنې په لومړي ځل د سیاسي پرېکړو صلاحیت پیدا کړ، د واده، ګډ ژوند، کار، عاید، قضاء، عامه پوهاوي او په ځانګړي ډول د مدني فعالیت صلاحیت د ښځو په برخه کې د یو ډېر سیسټماتیک فیمینیسټي ځوخښت په نامه هم تلقي کېدای شي چې له ملکې ثریا سره پيل شو. موږ په ډېر جرأت ویلی شو چې ملکه ثریا د افغاني فیمینیزم مخکښه او لومړنۍ تیوریسنه او فعاله ده چې په شدت نرواکه ټولنه کې یې د ښځو د حاکمیت په باب غږ پورته کړی او کار یې کړی دی.

کله چې ثریا د افغانستان ملکه وه، د ښځو لپاره دوه ځانګړي ښوونځي تأسیس شول چې د یوې سرپرستي خپله د ملکې ثریا په غاړه وه او د بلې یې د غازي امان الله خان د مور وه. په دې لړ کې ملکې ثریا په قصر دلکشا کې د کابل ښځو ته په وینا کې خپله په دې ښوونځیو کې د تدریس مسوولیت هم ومانه چې دا له غازي امان الله سره په ګډه د دوه مشرانو د تدریس مشترک فعالیت و چې په یوه وروسته پاتې او جنګ ځپلي هېواد کې ترسره کېده. له خپلواکۍ راپدېخوا د ښځو د ښوونې او روزنې مخکښه مشره، ملکه ثریا د افغانستان د تعلیم مور بلل کېدای شي. ملکې ثریا د ارشاد نسوان په نوم د ښځو د فکري تنویر لپاره یوه ځانګړې جریده چاپ کړه چې د ښځو د نقش او ژوند په اړه به په کې ډېر ګټور موضوعات خپرېدل. دا کار د دې باعث شو چې د ښځو د بیان د آزادۍ لومړنی تمثیل وشي او ښځې په خپله وتوانیږي چې له خپلو ستونزو د ابراز له صلاحیت ماسېوا د افکارو او ارزښتونو په نشر او شراکت کې هم ونډه واخلي. حمایت نسوان د ښځو لومړنۍ مدني ټولنه وه چې ملکې ثریا تأسیس کړه. د حمایت نسوان تأسیس دا مانا درلوده چې ښځې کولای شي د یو مدني جریان په چوکاټ کې په حساسو اجتماعي، فرهنګي او سیاسي قضایاوو مباحث وکړي او ونډه واخلي. مدني جریانونه چې د پرنسیپ او اصل له مخې ځانګړي ارزښتي مسوولیتونه رانغاړي د دې لپاره هم مهم بلل کېږي چې حساس وګړي د ټولنې په جدي قضایاوو کې د ګډون امکان پیدا کوي. حمایت نسوان له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې یو ډېر رغنده تاریخي ګام و چې د مدني ټولنو په چوکاټ کې واخیستل شو.

امان الله خان او ورسره ملکې ثریا په ګډه دا باور درلود چې د نر او ښځې تر منځ خاص فرق او توپیر نه دی مطرح، بلکې دا مهمه ده چې دواړه په ګډه وکولای شي د ملک په ابادۍ، تعلیم او مدني فعالیت کې ونډه واخلي. د ملکې ثریا او غازي دا دید د یو لوی مرام په موخه با اهمیته و او دی، چې ښځې په ټولنه کې له منفعل حالت چې فعلیت پیدا کړي او په جدي ډول په ټولنیزو کړو وړو کې ور ګډې شي. د ښځو د کار، عاید، د ملکې ثریا ډیپلوماتیک حضور، د حاکم فرهنګ، عرف او سنتونو په ترمیم او ریفورم کې د ملکې ونډې د بې ساري اهمیت او ارزښت وړ ده.

کله چې په ۱۹۱۹ کې د افغانستان خپلواکي اعلان شوه، یوې تقنیني شورا د نظام چارو ته نظم ورکاوه چې ورپسې په اساسي قانون کې ولایتي جرګو ته ځای هم وټاکل شو. طارق علي د امان الله خان په وخت د ټاکنو او د دولتي چارواکو د ټاکلو په اړه وايي:

"هغه د ټاکنو طرفدار و چې حتی د هغه مخالفین په هند، بلکې حتی په خپل مورني وطن (برېتانیا) کې هم دې ته قایل نه و "[1]. (زرملوال، 92)

امان الله خان چې کله په خپل اروپايي او آسیایي سفر ووت، د خدای په امانۍ په مراسمو کې چې خلک ورته را غونډ شوي وو، وویل:

"زما ګران ملته! تاسو ته مې قانون جوړ کړ. موږ قانوني ملت یو، پرته له قانون څخه بل حکم پر ځان قبول نه کړئ." (وکیلی، 3)

د آزادۍ تقدس د هغه مهال په تفکر او فکري سنت کې تر دې کچې اهمیت لاره چې امان الله خان به په خپلو ډېرو ویناوو او خبرو کې یاداوه. کله چې د اروپا په سفر روانېده، د خدای په امانۍ په مراسمو کې یو ځای وویل:

"د خپل دین، دولت او ملت د ناموس په ساتلو کې ویښ او په خپله وطن دوستۍ کې هوښیار اوسئ. نور نو د لوی خدای (ج) له درباره څخه تاسو ټولو، مسلمان امت، او ټولو انسانانو ته خیر او توفیق غواړم "(وکیلی، 1).

د اماني دورې په لسو کلنو کې د ملي نظریې د ایجاد لپاره بنسټیز ګامونه واخیستل شول. آزادي، بشري حقونه، زده‌کړې، د ښځو حقونه او د مسوول او با ثباته دولت لپاره اساسات کېښودل شول، چې د نوي افغانستان فکري مولفې یې تعریفولې.

په بله برخه کې تر اماني دورې وروسته د موډرنیزم، دولت جوړونې، بشري حقونو او د نويو ارزښتونو په اړه غږیږو.

اخځلیکونه:

  1. پوپلزایی، عزیز الدین وکیلی (1379)، سفرهای غازی امان الله شاه، انتشارات میوند، پشاور.
  2. حبیبی، عبدالحی (1383)، د مشروطیت غورځنګ په افغانتسان کې [د عبدالقیوم حیکمزوی ژباړه ]، خپرونکي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمنی.
  3. کاکر، محمد حسن (1389)، زما غوره لیکنې، خپرونکي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني.
  4. زرملوال، غلام محمد (1383)، افغانستان تر وروستی افغان، دانش خپرندونه ټولنه، کابل.

[1] “… Amanullah was “… in favor of franchise still denied at his British opponents not just in India, but in the metropolitan power itself…” Tariq Ali, ‘Can Pakistan Survive?’ p164.

شریک کړئ

ورته مطالب