Post Image

د زابل امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت شهر صفا ولسوالۍ اړوند په سوخته پله سيمه کې د ماين چاودنې له کبله د افغانستان برېښنا شرکت ۴ تنه انجنيران او د هغوی موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د زابل امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه پېښه نن شاوخوا ۱۲ بجې  رامنځته شوې چې په کې وژل شوي ۵ تنه ټول د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي دي.

د خبرپاڼې له مخې د ياد شرکت د کارکوونکو موټر د سړک غاړې پر خښ شوي ماین ختلی دی.

د زابل امنيه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي :

«یاد ماین د وسلوالو مخالفینو له خوا د کندهار- غزني په لویه لار کې ځای پر ځای شوی او بې ګناه کسان یې موخه ګرځېدلي دي.»

کندهار کې د برېښنا شرکت ځايي دفتر چارواکو هم پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ټول وژل شوي کسان د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي دي.

 تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه