Post Image

ملا برادر په ۱۹۹۴ کې د طالبانو د تحریک له پیلېدو سره سم د یاد تحریک مرستیال و. د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې زېږېدلی دا طالب مشر د طالبانو د تحریک تر نسکورېدو وروسته د کویټې شورا د رامنځته کولو او د بیاځلي د طالبانو د انسجام په برخه کې رغنده رول ولوباوه.

په ۲۰۱۰ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ملا برادر په کراچۍ کې ونیو او د ۲۰۱۸ تر پایه له پاکستان سره په زندان کې و.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي بار بار هڅه وکړه چې ملا برادر د پاکستان له زندان څخه راخوشې کړي او د هغه د رواني وضعیت او د شکر ناروغۍ له امله د هغه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه یې اندېښنه وښوده، مګر ونه‌توانېد پاکستان ته قناعت ورکړي یاد طالب مشر له زندان څخه خلاص او د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي استازو د سولې په تړاو د خبرو تر پیلېدو وروسته د خلیلزاد په ځانګړي غوښتنه ملا برادر له زندان څخه آزاد او د سیاسي دفتر د مشرۍ په موخه قطر ته ستون شو.

مګر یاد طالب مشر په لومړي ځل د افغانستان او روسیې د ډيپلوماتیکو اړیکو د سل کلنۍ په یوه مناسبت د مسکو په یو مجلل هوټل کې د روسي چارواکو سره ګډ د رسنیو مخ ته راغی. په هغه ویډیو کې چې رسنیو خپره کړې، ښودل کېږي، ملا برادر سره له دیارلسو نورو طالبانو د هوټل په زینو خېژي او په مخ کې ورته ولاړ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف یې ښه راغلاست وايي.

د ملا عباس ستانکزي په نوم یو طالب مشر چې اوس د قطر د سیاسي دفتر له مشرتابه لرې شوی دی، ملا برادر روسي ډيپلوماتانو ته ورپېژني او روسي ډيپلوماتان هم په پوره نابلدۍ له ملا برادر او نورو طالب مشرانو سره روغبړ کوي او د شل دقیقو د انتظار غوښتنه کوي.

هغه ملا برادر چې له ۲۰۱۲ را پدېخوا اټکل کېده د سولې اصلي کلي له ده سره ده او د طالب مشرانو له منځه شاید یوازینی کس وي چې وکولای شي د سولې پرمختګ ته لاره هواره کړي، مګر په لومړي ځل راښکاره کېدل یې ښيي چې له دې توان بې برخې دی.

په ۲۸ او ۲۹ د مۍ، د مسکو په دویمه غونډه کې د ملا برادر خبرې په دوو ټکو راټولې وې، طالبان په سوله کې پرمختګ غواړي او افغانستان د امریکایانو له لوري اشغال دی. ملا برادر ته د منسوبو پخوانیو نظرونو په تړاو داسې ښکاري چې د هغه په نظر او مفکوره کې د افغانستان د سیاسي کشالې په حل  کې بدلون نه دی راغلی.

پنجشنبه د مۍ ۳۰مه ۲۰۱۹ د مسکو دوه ورځنۍ غونډه پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده او ټول ورغلي لوري ونه توانېدل مشخصو نتایجو ته لاره پیدا کړي، ښيي چې حتی د طالبانو ډېر مهم او مطرح کسان هم نشي کولای د سولې لپاره مناسب حل ومومي.

ملا عبدالغني برادر کابو نهه کاله له پاکستان سره په زندان کې و، له زندان څخه له خلاصېدو سره سم په قطر کې د طالب مرکچي پلاوي مشر شو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي استازو سره د اووم پړاو خبرو کې یې برخه واخیسته، چې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

کله چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په بامیانو برید وکړ، یاد طالب قومندان د جنګ د جبهې مشري کوله او تر پایه د یو مخکښ جنګي مشر په توګه پاتې شو. د جګړې پر مهال د جنګیالیو مشري د ملا برادر یو برجسته ټکی دی چې تر دې دمه ورسره یادیږي.

په تېرو نژدې شلو کلونو کې د طالبانو اکثریت سیاسي او نظامي مشران افغانستان ته نه دي راغلي، د ملا عمر په ګډون ډېری طالب مشران په پاکستان کې ووژل شول او اوسني ژوندي مشران هم له افغانستان څخه بهر په پاکستان، دوحه او نورو ځایونو کې مېشت دي. په مسکو کې د ملا برادر را څرګندېدل او د دوه ورځینۍ ناستې ناکامي د جګړې په جبهه کې د طالب جنګیالیو لپاره هم مایوسه‌کوونکی خبر و.

له کلونو وروسته په عملي جګړه کې ښکېلو طالب جنګیالیو خپل پخوانی پوځي مشر په داسې یو وضعیت کې ولید چې هیله یې نه درلوده، د پاکستاني پوځیانو له بند څخه آزاد شوی طالب مشر له روسیې سره د افغانستان د ډيپلوماتیکو اړیکو د سلیزې په مناسبت د روسي ډيپلوماتانو او خبریالانو سره د یو ناڅرګند او مایوسه‌کوونکي پيغام سره را ښکاره شو چې هره ورځ په یوه بې مانا جګړه کې یې سلګونه جنګیالي له منځه ځي.

په جګړه کې ګیر طالبان د خپلو بهر مېشتو پوځي او سیاسي مشرانو له داسې تعامل ستړي ښکاري چې نه یې جګړه پایله لري او نه یې خبرې. ملا برادر چې د ډېرو جنګیالیو او ځايي قومندانانو لپاره سولې ته د رسېدو یوه هیله وه، اوس په ناامیدۍ بدلیږي او له هغه مشر څخه یې تمه شکیږي چې ټاکل شوې وه، دوی له څه باندې دوه لسیزې جګړې خلاص کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب