Post Image

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نړيوال جام ته د لارموندنې په سياليو کې سبا د عمان لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د کابل پر وخت سبا ماښام ۷:۳۰ بجې د السیب په فوټبال لوبغالي کې کېږي.

ټاکل شوې چې روانې د اکټوبر په ۱۴ او ۱۹ به فوټبال ملي لوبډله له هندوستان او یو ځل بیا له عمان سره لوبې وکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې له دې وړاندې له قطر او بنګله‌دېش سره لوبې درلودې چې له قطره یې ماته خوړلې او بنګله‌دېش ته یې بیا ماته ورکړې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب