Post Image

د سوشل‌بېکرز په نوم یوه ټولنیز سایټ په افغانستان کې د ټوېټر حسابونو د تعقیبوونکو شمېر څارلی دی چې پکې ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې تر ټولو ډېر تعقیبوونکي لري.

 د سوشل‌بېکرز سایټ لخوا خپره شوې احصايې په افغانستان کې د شمېر پر اساس ۱۰ غوره ټوېټر حسابونه ښودلي چې ډېر تعقیبوونکي لري.

 په دې لړ کې ولسمشر غني لومړی دی چې په ټوېټر کې ۵۸۱ زره او ۴۶۱  تعقیبوونکي لري، دغه راز دویم ځای بیا د طلوع نیوز خبري رسنۍ ده چې شاوخوا ۵۷۵ زره او ۱۸۲ سوه فالورز لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټوېټر حساب بیا درېیم ځای نیولی چې ۵۴۸ رزه او ۱۹۶ فالورز لري،  همدا راز د پژواک خبري اژانس په دې درجه بندۍ کې د ۳۸۳ رزه او ۵۴۳ سوه تعقیبوونکو په درلودلو سره څلورم ځای خپل کړی.

ورپسې بیا په پنځم ځای کې د اجراییه ریاست مشر عبدا‌لله عبدا‌لله دی چې د ټوېتر حساب یې ۳۷۳ رزه او ۹۰۶ سوه تعقیبوونکي لري.

همدا راز په شپږم ځای کې د دولت جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال امرا‌لله صالح، اووم ځای د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي، اتم ځای کې د افغانستان کرکټ بورد پاڼه، نهم ځای کې د یک ټلوېزیون پاڼه او په لسم ځای کې په کابل کې د امریکا سفارت رسمي پاڼه ده.

خو داسې ښکاري چې د دې ټوېټر حسابونو په څېړلو کې سوشل بېکرز هم تېروتنې کړې دي، ځکه داسې ټوېټر حسابونه شته چې په دې لړ کې يې نوم نه دی راغلی، خو ډېر تعقيبوونکي لري. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نړيوال کرکټ ستوری راشدخان پر خپل ټوېټر ۴۴۲ زره تعقيبوونکي لري، خو په دې لړ کې يې نوم نشته. په داسې حال کې چې په دې لړليک کې يې بايد څلورم ځای نيولی وای.

شریک کړئ

ورته مطالب