Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دولتي بانکونو د دقيق ظرفيت تشخیق ټولييزې ارزونې ته اړتيا لري او په دې برخه کې بايد مشخصې طرحې جوړې شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پرون ماښام په د د پښتني بانک، ملي بانک او نوي کابلبانک کارونه د ارزونې په غونډه کې وکړې.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د یادو بانکونو رئیسانو د خپلو کارونو راپورونه ولسمشر غني ته وړاندې کړل او همداراز یې په دې بانکونو کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي:

« د حکومت اړوند بنسټونه تیار دي چې د بانکونو د جایدادونو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي او همداراز د بانکونو په ټپه ولاړه پانګونه کې د تحرک لپاره په مشخصو سکتورونو کې د پانګونې زمینه برابره کړي.»

ولسمشر غني د يادو بانکونو رئیسانو ته لارښوونه کړې چې د دولتي بانکونو له جایدادونو د مؤثرې استفادې او په دې بانکونو کې د ظرفیتونو لوړولو لپاره مشخصې طرحې ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب