Post Image

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امريکا حکومت د ۲۰۱۸ميلادي کال په وروستيو کې د جنوبي اسيا او په ځانګړې توګه افغانستان لپاره په خپله پاليسۍ کې د دې لپاره چې دغلته په جګړه لګښت راکم کړي، د سولې په پروسې تمرکز زيات کړ او په همدې موخه يې زلمی خليلزاد د افغانستان سولې لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وګماره.

په داسې حال کې چې زلمی خليلزاد د نږدې يوولسو مياشتني ماموريت په ترڅ کې له طالبانو سره د ۹ پړاوه مذاکراتو په نتيجه کې يوې پايلې ته ورسېد، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د سولې روانه پروسه ودروله.

د سولې پروسه ولې ودرول شوه؟

د امريکا او طالبانو ترمنځ تر نهم پړاو مذاکراتو وروسته دواړو لوريو د افغانستان سولې په اړه احتمالي هوکړه چمتو کړه چې ياده هوکړه د افغان حکومت مشرتابه او دغه راز د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د کتنې په موخه وړاندې شوه.

د ځينو راپورونو له مخې د يادې مسودې پر محتوا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خليلزاد ترمنځ اختلاف له دې کبله و، چې يو شمېر مسايل يې نيمګړي او په کې د افغان حکومت پوښتنو او اندېښنو ته ځواب نه و ويل شوی.

د چارو شنونکي ياد اختلافات جدي بولي او زياتوي چې زلمی خليلزاد د مذاکراتو پرمهال ونه توانيد، چې پر وسله‌‌والو طالبانو د مسودې نيمګړي ټکي ومني او د افغان حکومت اندېښنې ځواب کړي.

د چارو شنونکی بصير رنجبر وايي، پر نيمګړيو ټکو سربېره د مسودې په متن کې طالب وسله‌واله ډله د يوې مشروع ډلې په توګه مخاطب وه او په خبره يې دا چاره يادې ډلې ته د پشپړ مشروعيت ورکولو په مانا وه.

نوموړی زياتوي چې د مسودې په محتوا کې نيمګړتيا او پر وړاندې يې د افغان حکومت جدي دريځ امريکا اړ کړه، چې ياده پروسه تر يوه نامالوم وخت پورې وځنډوي.

رنجبر په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«په دې مسودې کې ډېر پټ شيان وو چې له افغانانو او دغه راز په خپله له امريکايي چارواکو پټ ساتل شوي وو. کله چې څوک په هوکړه کې مسايل پټ ساتي، نو مالومه ده چې معامله ده. بله دا چې طالبانو ته د اسلامي اماراتو خطاب شوی، دا کار دې ډلې ته د مشروعيت ورکولو په مانا دی.»

بلخوا افغان حکومت په دې اړه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ اصلي لامل د طالبانو روانه جګړه او تاوتريخوالی دی.

خبرپاڼه زياتوي، افغان حکومت تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هغه وخت ممکنه ده چې طالبان افغان وژنه بنده کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

«د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.»

دغه راز په خبرپاڼه کې دا هم زياته شوې، افغان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

په سوله کې د خليلزاد ناکامي

د چارو شنونکي نيوکه کوي چې زلمي خليلزاد د افغانستان سولې په برخه کې له پخواني تفکر استفاده وکړه او د افغانستان ولسي اقشارو پر ځای يې پر پخوانيو سياسي اقشارو تکيه وکړه.

د چارو شنونکی مطيع‌الله خروټی وايي، د سولې، جګړې او نظام بقا په اړه د خلکو درک زيات شوی او اجازه به ورنه کړي چې ياد ارزښتونه له ګواښ سره مخ شي.

د خروټي په خبره همدا درک د دې سبب شو چې ولس او افغان حکومت په ګډه د سولې په برخه کې واحد نظر رامنځته او په خورا تدبير سره پرمخ لاړ شي، څو د سولې په  نامه د پخوانۍ تکرارېدونکې سناريو مخه ونيسي.

نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«خليلزاد غوښتل بيا د څو لسيزو وړاندې په څېر لوبه وکړي، خو ناکام شو. ده د سولې په دې پروسه کې هم خپلې شخصي ګټې په پام کې نيولې وي خو د افغانانو بيداري او فکري ويښتابه يې نه وه درک کړې. اوس ولس ويښ شوی او هر څه ښه تحليلولی شي.»

د خليلزاد سياسي مخينه

زلمي خليلزاد په ۱۹۸۵ميلادي کال کې د رونالډ ريګن په مشرۍ د امريکا له حکومت سره په بهرنيو چارو وزارت کې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جگپوړي سلاکار په توګه دنده پېل کړه.

په ورته وخت کې نوموړی د دغه وزارت له لوري د افغانستان لپاره د پلان او پالیسۍ جوړونې ادارې ځانگړی استازی او د همدې ادارې د پازوال «مايکل اېچ ارمکوسټ» مرستيال سکرټر و.

د دې دندې موخه دا وه چې پر افغانستان د شوري اتحاد يرغل پرمهال مجاهدينو ته د نړيوالو مرسته راټوله کړي او د مجاهدينو مشران له امريکا سره د اړيکې جوړولو په موخه کېنوي.

د چارو شنونکي وايي، له مجاهدينو سره د خليلزاد په منځګړيتوب د امريکا مرستې د دې سبب شوې چې شوروي اتحاد په افغانستان کې مات شي او دغه راز په افغانستان کې حاکم نظام سقوط وکړي.

د چارو شنونکی خالد سادات وايي، د مجاهدينو په لاس د وخت رژيم د امريکا هغو همکاريو په پايله کې سقوط شو چې د زلمي خليلزاد په واسطه له مجاهدينو سره کېدې او زياتوي چې د زلمي خليلزاد له لوري له طالبانو سره پر اوسنۍ هوکړې شکونه هم له همدې کبله دي.

نوموړي انسان نيوز ډېسک ته په دې اړه وويل:

«هغه مجاهدين چې د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدل، امريکا غوښتل ورسره اړيکي جوړې او مرسته ورکړي. خليلزاد له جهادي مشرانو سره ښې اړيکي لرلې او په همدې اساس يې دوی له امريکا سره کېنول.»

خليلزاد له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۲ ميلادي کال پورې د «جورج ډبليو بوش» په اداره کې د دفاع وزارت د پلان مرستيال په توګه دنده ترسره کړه او تر هغې وروسته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ميلادي کال پورې د افغانستان، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۷ميلادي کال پورې په عراق او له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ميلادي کال پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب