Post Image

افغان کرکټ لوبغاړي قيس احمد د ويسټ انډيز په شل اووريز غوره ليګ يا کربين ليګ کې په خپله لومړۍ لوبه کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

قيس احمد په کربين ليګ يا سي پي ال کې د (کېټز انډ نوېس پټريټس) لوبډلې په ګټه لوبېږي او پرون دوی له (ګويانه امازون ورييرز) سره لوبه وکړه.

 لومړی توپوهنه ورييرز لوبډلې ترسره کړه او قيس احمد د خپلې لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې په خپلو څلورو اوورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي يې وسوځول.

نوموړي د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړی محمد حفيظ، د ويسټ انډيز ملي لوبډلې لوبغاړی فبين الېن او د ويسټ انديز ملي لوبډلې بل لوبغاړی شمار بروکس وسوځول.

د يادولو ده چې د دوی لوبډلې د قيس احمد، عمران طاهر، پول او ګرين د ښې توپ اچونې په مټ سياله لوبډله په ۱۲۱ منډو راټوله کړه او بېرته يې دغه هدف په شپاړسم اوور کې يوازې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

 د يادولو ده چې قيس احمد د افغانستان د ۱۹ کلنو او ملي لوبډله کې لوبېدلی او دغه راز تر دې وړاندې د اسټراليا په بېګ باش شل اووريز غوره ليګ او همدې سي‌پي‌‌ال کې تېر کال هم اخیستل شوی و.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه