Post Image

د افغانستان د مدني ټولنې غړي او د چارو شنونکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ د خلکو رايه ته بې احترامي ده.

د دوی په خبره، د ټاکنو کمېسیون له لوري په بېلابېلو پلمو د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ځنډول د خلکو کارول شویو رایو ته بې احترامي ده.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسيون مشر صدیق منصور انصاري افغانیې ته وویل، په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو قانون او ارزښت تر پښو لاندې شوی او پراخه درغلي په ‌کې شوې ده.

انصاري وایي، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو روڼوالی، د عدالت ټینګښت او سراسري‌والی نه دې تامین کړی چې دا انتخابات نه بلکې انتصابات دي.

نوموړي وویل:

« د ټاکنو کمېسيون وښوده چې ناتوانه دی او نه شي کولای چې د خلکو له ارادو سره سمې پایلې اعلان کړي، بلکې اوس هم کمېسیون خپلواک نه دی او د بهرنیو کړیو او سفارتونو له لوري یې په چارو کې پراخه لاسوهنه کېږي.»

ښاغلي انصاري زیاته کړه، کمېسیون په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ټاکنو تر ترسره کېدو ۴۸ساعته وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو داسې ونه شول چې دلته د پراخ فساد موضوع مطرح کېدای شي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وایي، ممکن بیا هم د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تجربه تکرار شي.

د سیاسي چارو کارپوه اغامحمد قریشي افغانیې ته وویل، بیا هم کمېسیون د بهرنیانو له نفوذ څخه خلاص نه دی او د خلکو باور ته یې زیان رسولی دی.

ښاغلي قریشي وویل:

« د ټاکنو پایلو ځنډ د دې لامل کېږي چې د خلکو باور ته نور هم زیان ورسېږي او ټاکنې به نورې هم بدنامه شي.»

نوموړی وایي، که بیا هم ټاکنې جنجالي کېږي نور به خلک هېڅکله هم په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تخنیکي ستونزې په ځنډ مرکزي سرور ته د ډېټا انتقال، د رایو چاڼ او د ناظرینو پر وخت او ناسمه څارنه د پایلو د ځند لامل بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات افغانیې ته وویل، د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه، ولایتونو ته د کیو آر کوډ بیا اتنقالول هم هغه څه دي چې د ټاکنو پروسه یې له ځنډ سره مخ کړه.

له دې سره سم د ټاکنو کمېسیون رهبري وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، ټاکل شوې چې د ټاکنو له ترسره کېدو ۴۸ساعته وروسته لومړنۍ پایلې اعلان شي خو د تخنیکي ستونزو له کبله وځنډېدې.

اغلې نورستانۍ زیاته کړه، نه غواړي چې روڼتیا د سرعت قرباني کړي.

نوموړې وویل:

«کمېسیون په خپلو کړنو کې خپلواک دی او هیڅ ډول کورني او بهرني فشار ته به غاړه کېنږدي او پاکې پایلې به اعلان کړي.»

نورستانۍ وویل، د پاکو او ناپاکو رایو پروسه دوام لري چې تر سې‌شنبې پورې به پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه اعلان شي، خو اوس د ټاکنو کمېسیون د نوي مهالوېش له مخې دا نېټه د لړم ۲۳مه اعلان کړه.

شریک کړئ

ورته مطالب