Post Image

لومړۍ برخه

سږ کال د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر څلوېښتم تلین د بل هر وخت په پرتله د افغانانو پاملرنه جلب کړې ده او یا هم لږ تر لږه زه د لومړي ځل لپاره متوجه شوم چې عامه اذهانو او مېډیا نوموړي ته دومره زیات وخت وکړی دی. په هر ترتیب زه یې په نېک فال نیسم او د کلتوري مطالعاتو د بحثونو لپاره یې یوه بهانه بولم. ځکه خو پدې لیکنه کې په مشخص ډول پر احمد ظاهر او سندرو یې نه غږېږم. د دې بحث اصلي موضوع د پاپ د موسېقۍ او په ټوله کې د کلتور، عامه کلتور او هنر پرتلیزه شننه او د احمد ظاهر په محور کې د افغانستان د پاپ موسیقۍ ارزونه ده.

دا لیکنه دوه برخې لري. لومړی برخه یې د کلتور او موسیقۍ په اړه نسبتاً تیوریک بحث دی. پدې برخه کې ټول بحث به پر دې وي چې  لکه خوړو، جامو، الکترونیکي او ماشیني وسایلو او...  په څېر د نورو مصرفي موادو غوندې  کلتور او کلتوري توکي څنګه پلورل کېږي؟ په دویمه برخه کې په مشخص ډول د احمد ظاهر په محور کې د اوسني افغانستان د پاپ موسیقۍ په اړه بحث شوی دی.

غالباً ۲۰۰۷م کال و. د پوهنتون لخوا د یوه تفریحي سیاحت پر مهال د بس په وروستۍ چوکۍ کې ناست او په مزه مزه مې د احمد ظاهر سندرې اورېدلې. پام مې شو چې یوې ټولګیوالې آیسو مې یوه ګوشي له غوږه وویستله. پداسې حال کې چې په خپل غوږ کې یې ایښودله، پوښتنه یې وکړه چې څه اورې؟

په خبرو خبرو کې مې د احمد ظاهر د هنر او ژوند په اړه مات ګوډ معلومات ورکړل. ورته مې وویل چې دا سندرې ممکن ۳۰- ۳۵ کاله پخوا ثبت شوې وي، خو اوس یې هم افغانان په خوند اوري.

یواځې څو ساعتونه کافي وو چې احمد ظاهر د آیسو پاملرنه جلب کړي. له ما یې نورې سندرې وغوښتلې. بله ورځ یې په اړه معلومات راټول کړي وو. وروسته ترې زما په ګډون نور افغان محصلین دومره تنګ شول چې هر چېرې به یې چې ولیدلو د سندرو ژباړه به یې غوښتله. تل به یې په خندا ویل چې زه پدې سړي مینه یم!

اوس پوښتنه دلته ده چې آیسو چې نه په ټکي پاړسي او پښتو نه پوهېږي او د افغانستان نوم یې یواځې د تاریخ له کتابونو اورېدلې، ولې له احمد ظاهره دومره اغېزمنه شوې ده؟ 

ممکن آیسو د خپلې شخصي تجربې له مخې د مینې، وصال، هجران او جدایئ تصویر د احمد ظاهر په نغمو کې موندلی وي. ممکن احمد ظاهر یې د دروني احساس ترجماني وکړي. ممکن نور دلایل ورته ولري، خو د احمد ظاهر سره د آیسو د مینې او علاقې تر شا یو لړ کلتوري کوډونه پراته دي چې په آسانۍ ورته د چا نه پام کېږي.

زما یو مشر ملګري چې نږدې ۳۰ کاله وړاندې یې له یوې ترکۍ سره واده کړی ویل چې مېرمن مې احمد ظاهر تر ما ښه پېژني. جالبه دا ده چې دا ملګری په ۱۹۸۰م کال کې د بغلان له یوه کلي پیاده پېښور ته تللی دی. کال نیم یې جهاد کړی او له هغه ځایه بیا د ایران له لارې ترکیې ته تللی دی. یعنې نه یواځې کابل یې نه دی لیدلی بلکې حتا په پاړسي هم سم نه پوهېږي. ځکه اوس هم ورته احمد ظاهر جالب نه دی او د خپلې مېرمن له دې ذوقه تل شکایت کوي چې په غم ورسره ککړ یم!

 

کلتور، کاپیټالېزم

د آیسو مسئلې ته که بېرته راشو. نه احمد ظاهر داسې جادوګر دی چې پر خلکو کوډې کوي او نه آیسو دومره لېونۍ ده چې د یو نومورکي هېواد پر یوه هنرمند چې نه یې په ژبه پوهېږي او نه ورسره په کلاسیکه معنا کلتوري اړیکې لري، مینه شي. زما د ملګري ترکۍ مېرمن ځکه د احمد ظاهر مینه واله ده چې د خپل افغان مېړه له امله هڅه کوي چې د افغانستان سره یو ډول عاطفي اړیکه ولري. پدې ډول د احمد ظاهر له لارې افغانستان سره رشته پالي.

په ورته ډول هغه څه چې د احمد ظاهر په موسېقۍ کې یې د آیسو پاملرنه جلب کړې، د هغو مشترکو کلتوري ارزښتونو مجموعه ده چې موږ ورته په کلتوري مطالعاتو کې عامه کلتور یا «Popular Culture» یا «Pop Culture» وایو. دې اصطلاح ته به لږ وروسته راشو!

کلتور د زمان او مکان په نظر کې نیولو سره د یوې ټولنې د ټولو مادي او معنوي ارزښتونو مجموعه ده چې د ټولنې غړو ته هویت ورکوي. دا دوه مخیزې سکې ته ورته دی. یعنې له یوې خوا کلتور د انسان په لاس جوړېږي او له بلې خوا بیا همدا کلتور انسان ته هویت ور بښي. هر چېرې چې انسان وي هلته کلتور شته دی. د افریقا په ځنګلونو کې له مېشتو قبیلو نیولې د اوسنۍ نړۍ د میلیونونو لویو او کوچنیو ټولنیزو جوړښتونو پورې ټول انسانان د مشابهت سره سره له یو بله توپیر لري چې په محور کې یې کلتور پروت دی.  

خلاصه کلتور همدې ته وايي چې تا پرې خلک پېژني. ستا له ژبې نیولې تر لهجې، جامو، خوړو، ذوق، چلند او حتا ورځنیو مراوداتو پورې ټول کړه وړه ستا د کلتوري هویت اسباب دي. پدې کې د ستا د ژوند په اړه هر څه یعنې هر څه شاملېدلی شي!

 دا چې څنګه کلتوري هویتونه په یو بل کې مدغم کېږي، له منځه ځي او نوي هویتونه رامنځته کېږي؟ د دې بحث موضوع نه ده، خو په ټوله کې ممکن دې پوښتنو ته ځواب ومومو چې مثلاً موږ ولې هندي موسیقي اورو، امریکايي فلمونه او ترکي ډرامې ګورو؟ یا لږ تر لږه د احمد ظاهر سره د آیسو او زما د ملګري د مېرمن علاقې ته منطقي ځواب ومومو.  د دې لپاره به د کاپیټالیزم لنډه کیسه درته وکړم.

کاپیټالېزم د لا یتناهي پانګې د راټولو پر منطق ولاړ دی. دا منطق له ما قبل التاریخه پیل شوی. له کله نه چې انسان پر ځمکه د کرلو چل زده کړو د ورځنیو اړتیاو د پوره کولو وروسته یې د پاتې غلې د ذخیره کولو په غم کې شو. د کاپیټالېزم کیسه هم د پاتې شوې غلې د ذخیره کولو له ځایه پیلېږي. د غلې د ساتنې لپاره یې کور جوړ کړ. بیا یې تجارت، جګړې او چور او چپاول د کولو چلونه زده کړل  او بلاخره یې د بخار ماشین اختراع کړ. تر څو ذخیره شوې غله یا پیسې چې موږ یې پانګه بولو لا زیاته کړي.

د بخار د ماشین اختراع ځکه انقلاب بلل کېږي چې د پېړیو راهیسې د تجارت مفهوم یې بدل کړ. کاپیټالیستي منطق د پانګې راټولولو نوې او ګټوره لار کشف کړه چې پر اساس یې د ماشین په واسطه شی تولید او بیا وپلوري. د دې کار لپاره دوه نورو شیانو ته اړتیا وه:

 ۱ - د تولید لپاره خام مواد.

۲ - د خرڅلاو لپاره بازار.

په ۱۸مه او ۱۹مه میلادي پېړو کې کاپیټالیستي منطق د دې دوو اړتیاو  پوره کولو په موخه یو بل میکانیزم رامنځته کړ چې موږ یې امپریالېزم بولو. د امپریالېزم مهمه ځانګړتیا دا ده چې له خپل ځان سره د لښکرو ترڅنګ کلتور هم انتقالوي.  په ۱۸مې او ۱۹مې میلادي پېړیو کې  د خامو موادو او بیا د خپلو تولیداتو لپاره د بازارونو د موندلو په موخه نږدې په ټوله نړۍ کې استعماري سیاست حاکم و چې د ټوپک په زور یې د هېوادونو شتمنۍ لوټلې او خپل تولیدات یې پرې پلورل. په ۱۹۱۴ کې لومړۍ نړیواله جګړه د استعماري سیاستونو اوج چې تر جګړې وروسته یې په زوال پیل وکړ د دویمې نړیوالې جګړې وروسته له منځه لاړل او ځای یې د استعمار نوې بڼې ته پرېښود چې ګرامشي یې کلتوري هژموني بولي.

 

عامه کلتور

د عامه کلتور یا «Popular Culture» یا «Pop Culture» اصطلاح د پورتني بهیر په نظر کې نیولو سره د ۲۰مې پېړۍ محصول دی. ساده معنا یې د خلکو کلتور دی، خو د کومو خلکو؟ دلته  د «خلکو» له اصطلاح څخه مراد د انسانانو هغه کتلې دي چې د نړۍ په هر ګوډ کې کاپیټالیستي ارزښتونو په محور کې سره ټول شوي دي او په ورځني ژوند کې ورته تجربې لري. دا خلک که څه هم په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي،  په تېرو ۲ – ۳ سوه کلونو کې د استعمار او نورو لارو په واسطه له کاپیټالیستي ارزښتونو سره اشنا شوي وي. که مو پام کړی وي، دلته رنګ، ژبه، دین، نژاد، دودونه او ورته نور شیان په لویه کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. مثلاً د ښونځي  له سیستمه، لوړو زده کړو، سیاسي او نظامي جوړښتونو او بېروکراسۍ نیولې زموږ د ودانیو، سرکونو او حتا جامو پورې ټول شیان د نورې نړۍ سره ورته والی لري. پدې اساس د شلمې پېړۍ د نړۍ هېوادونه تر ډېره بریده له یو بل سره ورته دي.

عامه کلتور یا پاپ کلچر د پورتني مادي ورته والي معنوي اړخ دی چې د خوندونو، ذوقونو، باورونو او بلاخره د طرز تفکر په محور کې د یو ډول منل شوي نړیوال سټندرد  پیروي کوي. د کاپیټالیزم لپاره د نورو ډګرونو په څېر د کلتور په ډګر کې هم سټندرد مهم دی. ځکه که چېرې د ذوقونو، خوندونو او باورونو په ډګر کې سټندرد رامنځته شي، د توکو خرڅلاو اسانیږي.

په ۲۰مه پېړۍ کې د فرانکفورت د تنقیدي مکتب دوو غړو  آدورنو (۱۹۰۳ - ۱۹۶۹) او هورکهایمر (۱۸۹۵- ۱۹۷۳)  د «کلتوري صنایعو» اصطلاح مطرح کړه. کلتوري صنایع د موسیقۍ، سینما او صوتي، تصویري او چاپي رسنیو د محتوا د تولید، بازارموندنې، خرڅلاو د مثلث په معنا دي. د دې بهیر د بریالیتوب په موخه د عامه کلتور یا پاپ کلچر شتوالي او پراختیا ته اړتیا لیدل کېږي. د خوراکي موادو، نساجۍ یا موټرو او یا الکترونیکي صنایعو او د کلتوري صنایعو ترمېنځ توپیر دا دی چې د ژوند د دوام لپاره د لومړۍ کټه ګورۍ تولیداتو ته انسان واقعاً اړتیا لري، خو په حقیقت کې د کلتوري صنایعو تولیداتو ته اړتیا نه لري. عامه کلتور د دې مصنوعي اړتیا د رامنځته کولو یوه وسیله ده چې کاپیټالیزم پر نړۍ تحمیل کړې ده.

موسیقي او سینما د کلتوري صنایعو د سکتور تر ټولو لویې څانګې دي.

نور په بله برخه کې ....

شریک کړئ

ورته مطالب