Post Image

نوی نسل څوک دی؟ دا پوښتنه د کلتوري مطالعاتو له اړخه خورا مهمه او کړکېچنه ده. د عمر، کلتوري ترجیح، ټکنالوژۍ، هنر، عامه اړیکو او په ټوله کې د کاپیټالیستي مصرفي ذهنیت په نظر کې نیولو سره جلا جلا ځوابونه لري،‌ خو په سیاسي ډګر کې بیا د نظامونو د رسمي ایډیولوژۍ هغه محصول دی چې د زمان او مکان په نظر کې نیولو سره د اړوند نظام د دوام په موخه د ایډیولوژیک مشروعیت د تولید لپاره روزل کېږي. په بل ساده عبارت هر ایډیولوژیک نظام خپل نسل روزي او د نظام ړنګېدلو سره سم  د نسلونو ترمنځ هم ټکر او مخالفتونه رامنځ ته کېږي چې بالاخره زوړ نسل له منځه ځي. یا د اړوند نسل د استازو ترمنځ د اختلافاتو په پایله کې نظامونه ړنګېږي.

 زما په اند د افغانستان نوی نسل په ۲۰۰۱م کال کې د نوي سیاسي نظام ایډیولوژیک محصول دی چې ظهور یې وکړ. وروزل شو او د زوال نښې نښانې یې پیل شوې دي. دا نسل د پخوانیو مجاهدینو د میراث، له بهره د راغلو تکنوکراتانو، د جنګي اقتصاد د میلیونرانو، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر روزل شویو کدرونو، بې‌روزګاره کلیوالي ځوانانو، دیني جوړښتونو او بالاخره د ښځو او مدني ټولنې تر نامه لاندې د بېلابېلو غورځنګونو غیر متجانس مخلوط دی چې که څه هم له ایډیولوژیکي پلوه د یو بل دښمنان دي، خو د هر یو شتوالی د بل په شتوالي پورې مشروط دی. یعنې یو له بل پرته ژوند نه‌شي کولای.

دا نسل د دې دومره خپل‌منځي توپیرونو، تناقضاتو او مخالفتونو سره سره یوه مشترکه وجه لري، هغه دا ده چې له فکري پلوه تقریباً ټول غرب‌ځپلي دي. یعنې په اګاهانه او نااګاهانه او عملي او عکس‌العملي ډول د فکري  او کلتوري استشراق په لومو کې راګېر دي. مخکې له دې چې پر استشراق بحث وکړو، لاندې کلیشوي جملو ته ښه پاملرنه وکړئ:

دا جملې ممکن هره ورځ له رسنیو نیولې په ټکسي او دوکان او د کلي او دېرې تر مجلسونو پورې هر ځای کې واورئ.

  • افغانستان نه جوړېږي؛
  • دلته هر څه د امریکا په لاس کې دي؛
  • پاکستان زموږ ازلي دښمن دی؛
  • که امریکا او ناټو ووځي، وطن بیا تباه او بردباد دی...؛
  • یا دا ټول د امریکا او اسراییلو له لاسه دي؛
  • او بهرنیان نه پرېږدي چې ملک مو جوړ شي....

 

دا ډول کلیشې ډېرې دي. اوس پوښتنه دلته ده چې ولې موږ دا ډول فکر کوو؟ د دې ډول فکر مشترکه وجه څه ده؟ د سیاسي ارواپوهنې له اړخه یې یو مشترکه وجه پر خپل ځان، خپل عقل او فکر او بالاخره خپل کلتور او ټولنې باندې مطلقه بې اعتمادي او د عزت نفس نه درلودل دي. همدا د فکري او کلتوري استشراق یوه مهمه پایله ده چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو.

 

اډوارد سعید او استشراق

استشراق یا اوړینټالېزم یا ختیځ‌پوهنه په ټوله کې د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ د کاپیټالیسټي استعمار په لاس جوړه شوې اصطلاح ده چې د ختیځو ملتونو د استعمار لپاره یې د اسانتیا لارې چارې برابرې کړې. په بل عبارت د ختیځ ملتونو د دین، کلتور، ټولنې، رسومو، عنعناتو او بالاخره د سیاست په اړه د استعمار او په ټوله کې د لوېدیځوالو معلومات د پوهېدلو هڅه او برداشت دی.

د شلمې پېړۍ نامتو لیکوال اډوارډ سعید (۱۹۳۵ – ۲۰۰۳) په دې اړه وايي چې د استعماري سیاستونو په موده کې لوېدیځ پر ختیځ د حاکمیت د ټېنګښت په موخه د ختیځ سیمو کلتور او ټولنه د غربي ارزښتونو په چارچوب کې مطالعه کړه. د سیاست سره د اوړینټالېزم همکارۍ د کاپیټالیستي استعمار پانګه‌وال دې پایلې ته ورسېدل چې د شرق ملتونه چې د دوی په اند «وحشي ژوند» لري، باید د غربي ارزښتونو پر اساس له سره ډیزاین شي تر څو د مدني او پرمختللې نړۍ یعنې غرب سره نږدې شي. د منځني ختیځ د عربي او اسلامي ټولنو، هند لویې وچې، چین او جاپان او د اسیا او افریقا د نورو سیمو د کلتورونو او ټولنو  په اړه د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ غربي ادبیات او څېړنې د اوړیانټالېزم یا استشراق پر تیورۍ ولاړې دي.

په استعماري سیاست کې د استشراق دویم پړاو او عملي بڼه بیا دا ده چې په خپله د سیمې خلک د خپل کلتور، ټولنې، رسومو او عنعناتو پر وړاندې بې باوره کړي او عزت نفس یې له منځه یوسي. په بل عبارت ځايي مستشرقین وروزي تر څو خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسېږي. دغې مرحلې ته فکري او کلتوري استشراق یا غرب‌ځپلی فکر ویل کېږي چې اوسمهال د افغانستان په ګډون تقریباً ټولې ختیځې پرګنې ورسره لاس او ګرېوان دي.

 استعماري ذهنیت تل د ختیځو پرګنو په ذهن کې دا پیچکاري کړې ده چې« تاسې یې نه‌شئ کولای، تاسې که هر څه کوئ لوېدیځ ته اړتیا لرئ، له موږ پرته تاسې هماغه بدوي انسانان یاست چې د یو بل له وژلو پرته نور په هېڅ نه پوهېږئ».  دا فکر په نږدې دوو پېړیو کې دومره پېچکاري شو چې اوس شرقي ټولنې ریښتیا هم فکر کوي چې له غرب پرته دوی هېڅ نه‌شي کولای. د دې فکر د ژوندي ساتلو په موخه په ۲۰مه پېړۍ کې د استعمار نوې بڼې ظهور وکړ چې موږ یې کلتوري استعمار بولو.

 د استشراق درېیم پړاو بیا د کلتوري استعمار سره د مبارزې تر نامه لاندې عکس‌العملي بهیر دی چې شرقي کلتورونه ورسره لاس او ګرېوان دي. دې بڼې ته په علمي اصطلاح  اوکسیډېنټالېزم وايي. د اوکسیډېنټالېزم یوه معنا د غرب پر وړاندې پر نفرت ولاړ برداشتونه دي چې د شرق کلتوري ارزښتونو په چارجوب کې مطرح کېږي. مثلاً منځني ختیځ کې د اخوان المسلمین غورځنګ د اوکسیډېنټالېزم تر ټولو په زړه پورې بېلګه ده.

په ۲۰۱۸م کال کې مې نږدې ۳میاشتې په هند کې تېرې کړې. په دې موده کې مې د هندیانو د کلتوري ذهنیت او د بریتانوي هند د سیاستونو ترمنځ د اړیکو د مطالعې فرصت وموند. هغه څه چې ماته ډېر جالب و، د زوړ ډېلي په تنګو کوڅو کې د غرب سپین‌پوستو سیلانیانو سره د عامو هندیانو  محترمانه او د تقدس تر درجې عاجزانه چلند و. د لال کلا په موزیم کې مې د جرمني هېواد د دوو محصلینو ځوان او پېغلې سره خبرې کولې چې هند ته د روحانیت او معنوي حضور په لټه کې راغلي وو. دواړو ویل چې د ۱۰۰۰ یورو سره ډیلي ته راغلي او پلان لري چې دوو نورو ښارونو ته هم سفر وکړي. د شپې لخوا په ۲۰۰هندي کلدارو یې یوه کوټه نیولې چې حتا جلا تشناب هم نه‌لري. د هندیانو په اړه یې ویل چې ډېر خاکسار او ساده خلک دي. کله چې بس ته وخېژو حتماً راته چوکۍ خالي کوي او حتا د عبادت تر درجې زموږ درناوی کوي!

د دې جوړې استدلال دا و چې په هند کې روحانیت پیاوړی دی. انسان، حیوان، ونې او بوټي ته د هندیانو بې کچې احترام او د دې په پایله کې رامنځ ته شوی معنوي حضور هغه څه دي چې د غرب په مادي او روباټیک ژوند کې نشته.

ممکن د دې جرمني جوړې له نظره دا برداشت سم وي، خو زما په اند د سپین‌پوستي انسان پر وړاندې د هنديانو د تقدس تر درجې احترام د انګرېزانو د هغه استعماري سیاست پاتې شونې دي چې اوس هم هندي ذهنیت ورسره لاس او ګرېوان دی. دا ذهنیت یوازې په عامو وګړو کې حاکم نه‌دی. مثلاً په کلتوري کچه بالیووډ د دې ښه بېلګه ده. د هندي فلمونو کلیشوي سناریو داسې وي چې یا هلک شتمن وي او نجلۍ بېوزله او یا هم نجلۍ د شتمنې کورنۍ وي او هلک بېوزله وي. د فلم کیسه د دوو جلا صنفونو د استازو تر منځ د تضاد او تقاطع کیسه کوي. مثلاً که مو پام کړی وي د فلم شتمن هلک یا نجلۍ حتماً په الوتکه کې له اروپا او په ځانګړي ډول له انګلستانه راځي! خلاصه د یو هندي په ذهن کې د اروپا او انګلستان تصویر د سپین‌پوستي انسان د پرمختللي ژوند تصویر دی چې هندی او بل هر ختیځ‌وال فکر کوي چې هېڅ‌کله ورته نه‌شي رسېدلی.

 

او د افغانستان نوی نسل!

د ننني افغانستان نوی نسل هم له بده مرغه په دې مرض اخته دی. د ۲۰۰۱م راهیسې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا د دې سبب شوه چې نوی نسل په شعوري او غیر شعوري‌ ډول خپل شتوالی د امریکا او ناټو د فزیکي حضور یا د دې حضور سره د مخالفت او له پاکستان او ایرانه  سره د ازلي‌ او ابدي دښمنۍ یا دوستۍ په وسوسې پورې مشروط وبولي.

د خود کم‌بینۍ احساس زموږ د نوي نسل عزت نفس له منځه وړی او متقابلې بې اعتمادۍ ته یې لار پرانېستې ده. مثلاً زموږ په ټولنیزو ادبیاتو کې د خیاط، موچي، ټامي، زورواکي، مافیا، غل، رشوت‌خوار او په دې وروستیو کې د اخلاقي‌ فساد د متقابلو تورونو په عمق کې د فکري او کلتوري استشراق یا اوړینټالېزم ریښې پرتې دي چې ځینې ډلې ترې مخامخ اغېزمنې دي او ځینې نورې ورسره عکس‌العملي یا اوکسیډېنټالیستي چلند کوي.

 له یوې خوا له لوېدیځه د راغلو تکنوکراتانو او یو شمېر هغو ځوانانو منځ کې چې په بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړې دي، د فکري استشراق کچه دومره لوړه ده چې د ټولنې نور وګړي ورته د خدای بندګان نه ښکاري. د دوی په مقابل کې د نوي نسل د ځايي‌ عناصرو نفرت او غوسه بیا دومره ډېره ده چې دوی «ټامیان» بولي.

حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان یا هر بل خارجي فکتور شتوالی یا نشتوالی د هېواد پر راتلونکې دومره اغېز نه‌لري لکه څومره چې  اوړینټالېزم او اوکسیډېنټالېزم په ناروغیو اخته نوی نسل د یو بل پښې وهي. بل حقیقت دا دی همدا نسل چې اوس یې موږ د نوي په نامه یادوو ممکن لس کاله وروسته د همدې تقاطع او تخریب په پایله کې له منځه لاړ شي او راتلونکی نسل یې ځای ونیسي.

که چېرې دا لیکنه مو تر دې ځایه لوستلې وي، حتماً په تمه یاست چې حل‌لاره څه ده؟ د معمول خلاف شخصاً د حل‌لارې وړاندیز نه کوم. د دې پوښتنې ځواب تاسې ته پرېږدم. که غوسه شوي یاست، بښنه غواړم.

 

شریک کړئ

ورته مطالب