Post Image

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ هوکړه شوې چې د سولې خبرو له بیا پيليدو سره باید تاوتریخوالی کم او پایله یې اوربند شي.

د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مینه پال رسنیو ته ویلي، د امریکا او افغانستان ولسمشرانو ترمنځ په خبرو کې هوکړه شوې چې د سولې په اړه کيدونکو مذاکراتو کې به د تاوتريخوالي پر کموالي او دغه راز له هېواد څخه دباندې به د ترهګرو پټنځایونو په له منځه وړلو تمرکز زیات وي.

مینه پال په قطر کې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې خبرو بیا پیل ته په غبرګون کې ویلي، امریکا او افغانستان مشترکې ګټې لري او دواړو هېوادونو به په ګډه د سولې په برخه کې پرمخ ځي.

مینه پال زیاته کړې:

«د دواړو هېوادونو دریځ یو دی. پر دې هوکړه شوې چې کله هم د سولې خبرې پيلېږي نو تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.»

نوموړي دا هم ويلي چې د سولې په برخه کې هر ډول اقدام به د شوې هوکړې پر بنسټ د امريکا او افغان حکومت په همغږۍ کېږي څو په دې اړه د راتلونکو اقداماتو پرېکړه اسانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي مرکچيانو پرون په قطر کې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې له سره پېل کړې.

د قطر له خبرو باخبره سرچینو افغانیې ته ويلي، دا ځل مذاکراتو کې به د سولې پخوانۍ هوکړې تر څنګ پر اوربند، بین‌الافغاني خبرو او د تاوتریخوال پر کمولو هم خبرې وشي.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پيليدو پخلی کړی او ویلي يې دي، د سولې خبرې بېرته له درېدلي ځایه پیل شوي چې د یوې هوکړې په لاسلیک او او اړوندو مسایلو به راڅرخي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې بیرته داسې مهال پیل شوې چې کابل ته امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل سفر کې د دغو خبرو له پیل څخه خبر ورکړ او زياته يې کړه چې وسله‌وال طالبان سولې ته د رسيدو په هدف هوکړې ته چمتو دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه