Post Image

د افغانستان د شمالي ولايت بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چاودنه د مزارشريف ښار د روضې په يو کيلومټرۍ کې د محکمې پر سړک شوې.

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل وايي، چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو. دا په داسې کې ده چې نن د نړۍ په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د عاشورا او د يزيد په لاس د حضرت محمد (ص) د لمسي امام حسين (رض) د وژل کېدو ورځ نمانځل کېږي.

د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې هم دغه ورځ د شيعه مسلمانانو له لوري په ويرجنو مراسمو نمانځل کېږي.

تر دې اوسه د مزارشريف د چاودنې اصلي هدف نه دی روښانه شوی، خو ډېری وخت په دې ورځ په بريدونو او چاودنو کې د عاشورا ماتم کوونکي په نښه کېږي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب