Post Image

د چارو يو شمېر کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې پروسه له يوه حساس پړاو د تېرېدو په حال کې ده او ولس په مکرره توګه د جګړې له دواړو غاړو د تاوتريخوالي کمېدو غوښتنه کوي، سربېره پر دې هم نه يوازې دا چې تاوتريخوالی کم شوی نه دی، بلکې د تېر په پرتله خورا زيات شوی دی.

شنونکي په ولايتونو او کابل کې وروستيو خونړيو بريدونو ته په پام وسله‌وال طالبان ګرموي چې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د ولس غوښتنو پر وړاندې بې تفاوته دي.

وسله‌والو طالبانو د کابل په پروني بريد کې ۱۴ تنه ووژل او تر ۱۵۰ تنو نور يې ټپيان کړل. د کابل دغه بريد چې ملکيانو ته په کې زياته مرګ ژوبله اوښتې، ترهګريز بريد بلل شوی او په کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه له ځانه سره لري.

غبرګونونه

ولسمشر غني

ولسمشر غني د طالبانو دغه بريد پر ملکي وګړو مخامخ بريد بللی او زياته کړې يې ده چې وسله‌والو طالبان دغه ډول بريدونه په مذاکراتو کې د زيات امتياز غوښتنې په هدف کوي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتر په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ويلي، طالبان د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو ترهګریز بریدونه کوي.

ولسمشر غني زیاته کړې:

«ترهګر باید پوه شي چې د دغه ډول فاجعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هېواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي.»

ولسمشر غني دغه بريد په کلکو ټکو غندلی دی.

ملي امنيت شورا

د افغانستان ملي امنيت شورا د کابل پرونی بريد د سولې روانې پروسې د تخريب هڅه بللې ده او زياته کړې يې ده چې دغه ډول بريدونه د سولې په اړه د طالبانو پر اراده خلک شکمنوي.

ملګري ملتونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا «يوناما» هم په کابل کې د طالبانو پرونی بريد غندلی او دا يې د ملکي تلفاتو له  اړخه خونړی بريد بللی دی.

يوناما ټينګار کړی، د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي په هدف له ملکي وګړو په ډکو سيمو کې باید په جدي توګه بريدونه ودرول شي.

زلمی خليلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بريد غندنې ترڅنګ ويلي، د وسله‌والو طالبانو له لوري دغه بريد په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی.

نوموړي د افغانستان سولې په اړه روانې پروسې ته په اشارې سره ویلي، اوس بايد په بېړني ډول د تاوتريخوالي پر کمولو کار وشي.

د بښنې نړيوال سازمان

دې سازمان د کابل خونړی بريد له جنګي قوانينو ښکاره سرغړونه بللې او ټينګار يې کړی، چې ملکي وګړي بايد په ورته بريدونو کې په نښه نه شي.

د اسلامي هېوادونو سازمان

د اسلامي هېوادونو سازمان هم په کابل کې د طالبانو بريد غندلی او دا پېښه يې ترهګريزه پېښه بللې ده.

دې سازمان په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې د دغه سازمان سرمنشي «يوسف بن احمد العثيمين» له قوله ويلي، د اسلامي هېوادونو سازمان له افغانستان سره د دغه بريد په غم کې شريک دی او قربانيانو کورنيو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

تاوتريخوالی څوک کوي؟

د چارو شنونکي وايي، د جګړې دواړه خواوې د دې پر ځای چې د سولې په دې حساسه مرحله کې تاوتريخوالی کم کړي، نور يې هم زيات کړی دی.

شنونکي تر ډېره د تاوتريخوالي ډېرولو ګوته وسله‌والو طالبانو ته نيسي او زياتوي چې دې ډلې د ولس د تمې خلاف تاوتريخوالی زيات کړی دی.

د چارو شنونکی حی‌ګل سليمانخېل وايي، په کابل او ولايتونو کې د وسله‌والو طالبانو وروستي بريدونه دا په ډاګه کوي چې دغه ډله د تاوتريخوالي زياتولو له لارې د سولې په پرتله د جګړې پلوي ده.

نوموړی زياتوي چې د وسله‌والو طالبانو د وروستي تاوتريخوالي ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

سليمانخېل په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته زياته کړه:

«له کله نه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې پېل شوې، نو ورسره جوخت تاوتريخوالی هم زيات شوی دی. د دغه تاوتريخوالی اصلي عاملان طالبان دي او د تاوتريخوالي عمده بېلګه يې د کابل پروني بريدونه دي.»

نوموړی دا هم وايي چې په ډېری مواردو کې وسله‌وال طالبان ملکي وګړي د سپر په توګه کار اخلي.

موخه

د سياسي چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاد  پر دې باور دی چې د جګړې ښکېل اړخونه او په ځانګړي توګه وسله‌وال طالبان د جګړې او تاوتريخوالي له لارې د زيات امتياز د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

نوموړی زياتوي، دغه ډله هڅه کوي چې د تاوتريخوالي په کولو سره د مذاکراتو پر مېز له امريکا سره چنې ووهي څو زيات سياسي امتياز ترلاسه کړي.

نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«طالبانو لوی هدف دا دی چې د مذاکراتو پر مېز ځان ثابت کړي. دا تثبيتونه په سياسي قدرت کې د زياتې ونډې او امتياز تر لاسه کولو په هدف دي.»

د شيرزاد په خبره وسله‌وال طالبان د تاوتريخوالي له لارې نه يوازې دا امتياز نه شي ترلاسه کولی، بلکې د ځان پر وړاندې ولسي حساسيتونه هم زياتولی شي.

پر سوله يې اغېز

ځينې نور شنونکي بيا د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتوالی د سولې روانې پروسې د سبوتاژ هڅه بولي.

شنونکی صديق پتمن هم پر همدې باور دی او زياتوي چې په کابل او ولايتونو کې د طالبانو وروستي بريدونه د سولې په پرتله جګړې ته د ترجحيت په مانا دي او دغه چاره د سولې پر روانه پروسه مخامخ اغيز لرلی شي.

نوموړی ټينګار کوي چې وسله‌والو طالبان بايد د تاوتريخوالي کمولو له لارې د سولې روانې پروسې ته خپله ژمنتيا ثابته کړي.

 نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

«د اوسني تاوتريخوالي لپاره هېڅ توجيه نشته. حد اقل د مذاکراتو پرمهال بايد د تاوتريخوالي کچه کمه وای. خو که رښتيا هم طالبان سولې ته قانع وي، نو ثابته دې يې کړي.»

د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي پر دوام دغه نيوکې داسې مهال دي، چې دا مهال د امريکا او طالبانو استازي لا هم په قطر کې د افغانستان سولې پر مذاکراتو بوخت دي.

شریک کړئ

ورته مطالب