Post Image

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان خبر ورکوي چې له منځنۍ اسيا، سويلي اسيا ته يې د برېښنا لېږد «کاسا زر» پروژې د پلي کولو لومړنی پړاو پېل کړی دی.

د لومړني پړاو له مخې هغه سيمې بايد وارزول شي چې د برېښنا وېش مرکز په کې جوړ او مزي په کې غځول کېږي.

د کاسا زر پروژې د طرحې او ډيزاين له مخې د قرغزستان او تاجکستان برېښنا چې ټول‌ ټال ۱۳۰۰ميګاواټه کېږي، د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

د برېښنا دې پروژې له درکه به افغانستان په دوامداره توګه ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا او په کلنۍ کچه له ۴۷ تر ۷۰ ميليونه ډالرو حق‌العبور ترلاسه کړي.

اوس د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان په خواجه الوان دښته کې د برېښنا وېش لپاره لوی مرکز(برېښناکوټ) جوړوي. د دغه مرکز پر مټ به ۵۰۰ميګاواټه برېښنا د کورنۍ اړتيا لپاره بېله شي او پاتې نوره به یې پاکستان ته ولېږدي.

 د افغانستان برېښنا شرکت وياند صديق‌الله توحيدي انسان نيوز ډېسک ته وويل، د برېښنا غځولو په پار یې ۴۶۰ سيمه‌ييزې شوراګانې جوړې کړې دي. د نوموړي په خبره دا شوراګانې به د هغو خلکو اړتیاوې په نښه کوي چې په سیمو کې یې مزي غځېږي او برېښناکوټونه په کې جوړېږي.

توحيدي په دې اړه زياته کړه:

«موږ د خلکو اړتياوې مشخص کوو چې دوی څه بدیل غواړي، مکتب او که نور څه؟ موږ د ‍۱۵کلونو لپاره ۱۷ميليونه ډالر د بديل په توګه د يادو سيمو اوسېدونکو ته ځانګړي کوو.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د ورته پروژو پلي کول د زیربناوو پياوړتيا په برخه کې اغېزناک ګام بولي. سید قياس سيدي وايي، حکومت بايد له ممکنه لارو چارو څخه په ګټنې په پراخه کچه د ورته پروژو په عملي کولو لاس پورې کړي.

نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته وويل:

« د کاسا زر پروژې پلي کول د زيربناوو پياوړتيا لپاره ډېر اړين دي. دا پروژه باید ژر پلې شي، حکومت باید محدودیتونه مات کړي او په ډېرو نورو ورته پروژو فکر وکړي.»

کاسا زر په منځنۍ اسيا کې د برېښنا لېږد هغه لويه پروژه ده چې په ۲۰۰۵م ميلادي کال کې یې د سيمه‌ييزو همکاريو په کنفرانس«ریکا» کې طرحه وښندل شوه.

د يادې پروژې ټولیز لګښت ۱،۱۷ميليارده ډالره ښودل شوی چې ۴.۴ميليونه به یې په افغانستان کې دننه ولګول شي.

ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې تر ۲۰۲۳میلادي کاله پورې بشپړې شي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب