Post Image

ولسمشر غني د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه کړې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې په حوزوي بڼه ترسره شي.

ښاغلي غني په دغه ناسته کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال او د ولسمشر دویم مرستیال ته سپارښتنه کړې چې د ملي امنیت شورا راتلونکې ناستې ته نوې طرحه چې غزني په ټاکنیزو حوزو وېشي، د تصویب لپاره وړاندې کړي.

همداراز د احصائیې مرکزې ادارې او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده سپارل شوې چې له تخنیکي پلوه له دواړو مرستیالانو سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د دغې طرحې د تدوین په برخه کې دې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې ټاکنې تېرکال د تلې په ۲۸مه ترسره شوې، خو د تخنیکي ستونزو له امله بلې ورځې ته هم وغځېدې.

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره په غزني ولایت کې د نوم لیکنې پروسې د پېلېدو پرمهال د دې ولایت پښتنو د ټاکنو کمیسیون دروازه تړلې وه او د حوزوي تاکنو غوښتنه یې کوله.

د دوی په خبره، په تېرو ټاکنو کې د غزني په پښتون‌مېشته سیمو کې د ناامنیو له کبله ټول ۱۱تنه استازي هزاره توکمه وو.

 د غزني ولایت پښتون‌مېشتو سیمو مشران استدلال کوي چې د ناامنیو له کبله به بیا هم په پارلمان کې له استازو بې برخې شي، خو که ټاکنې حوزوي شي دا ستونزه اوارېدلی شي.

هغه مهال هم د ټاکنو کمیسیون په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو پرېکړه کړې وه، خو د هزاره‌مېشتو سیمو اوسېدونکو ورسره مخالفت کړی و.

همدا مخالفتونه لامل شول چې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې ونه‌شي.

اوس په پام کې ده چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

غزني د مرکز په ګډون ۱۹ اداري واحدونه لري. په درې ولسوالۍ یې هزاره‌مېشتې، یوه کې پښتانه او هزارګان ګډ اوسې او پاتې ولسوالۍ په لوی اکثریت پښتانه دي.

شریک کړئ

ورته مطالب