Post Image

د کابل ښار په شهيد او سليم کاروان څلور لارو ترمنځ او  د څلورمې ناحیې اړوند سيمو کې د دوو جلا جلا چادونو له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

لومړۍ چادونه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د شهيد او سليم کاروان څلور لارو ترمنځ سيمه کې وشوه چې په نتيجه کې یې درې تنه ټپيان شوي دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز انسان نيوز دېسک ته وويل:

«د دې چاودنې نوعيت مقناطیسي ماين و چې د شهيد او سليم کاروان څلور لارو ترمنځ سيمه کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و.»

دويمه چارنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱:۲۰ د څلورمې ناحیې اړوند په تايمني سيمه کې وشوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دا پېښه تاييد کړې او ويلي چې دې چادونې تلفات نه درلودل.

شریک کړئ

ورته مطالب