Post Image

د جون شلمه د پناه غوښتونکیو ورځ ده، نړیوال بنسټونه ښيي چې د نړۍ په کچه د پناه غوښتونکیو کچه زیاته ده. دا بهیر د ختیځ او لوېدیځ په تړاو توپیر لري او ځانګړې سیاسي، ټولنېزې او فرهنګي ماناګانې راغبرګوي.

ټولنې د جوړښت او همغږۍ له مخې څو ډولیزې وېشې لري. زموږ نیمچه لوستي له سنتي، بېرته­پاتې، درېیمې نړۍ، پرمختللې، اروپايي او صنعتي ټولنې له وېش سره بلد دي. په دې لړ کې د امېل دورکیم یوه وېشه ده چې د ټولنیز تړون او همغږۍ پر ملاک شوې: میکانیکي ټولنه او اورګانیکي ټولنه.

هغه وايي چې هر کله مخالف او مختلف وګړي له اختلاف سره سره په یوې حلقه کې را غونډ شي، دا اورګانیکي ټولنه منځ‌ته راوړي. هغه ټولنه چې د بشپړ توافق په سر جوړېږي هغه د خپلو او خپلوانو ډلګۍ او ټولنه ده، هغه چې د اختلاف او ځانګړي مهارت په سر جوړېږي، هغه د نویو ټولنو ځانګړنه ده او دا ټولنې هر وګړي ته د هغه د وړتیا پر بنا غړیتوب ورکوي او رامني یې. نو دې نظري چوکات ته په کتو نن د پناغوښتونکیو نړیواله ورځ راته د دې لیکنې بهانه ده.

د مهاجرینو او پناه غوښتونیکو ترمنځ توپیر شته دی، مهاجرین، کېدلی شي د خپلو ارامو شننو او محاسباتو له مخې له یوه ځایه بل ځای ته ولاړ شي. اما پناهیان خو د ځان او د مرګ له وېرې تښتي، بل ځای ته ورځي او پناه غواړي.

ځینو رسنیو د شلمې پېړۍ په نیمايي کې ۱،۲۵۰میلیونه پناهیان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مرسته­غوښتونکي تشخیص کړي دي. دا رقم به شپېته کاله وروسته ځکه زیات وي چې د ټولې نړۍ د اضطراب او لړزې کچه لوړه شوې ده. هرو لسو کلونو کې د نړۍ د آرامۍ وضعیت د نړیوالو بنسټونو لخوا اعلامېږي او یوه ساده پرتله ښيي چې د یوویشتمې پېړۍ په درشل کې د ټولنو وضعیت څومره تر پخوا ناارامه دی.

اولرېش بک، آلمانی ټولنپوه د ځینو شاخصونو پر بنا د خطر ټولنې راپېژني او دا په مخامخ ډول د انسانانو د ژوند له چاپېریاله د ارامۍ کموالی ښيي.

د فقر، بېکارۍ، اسانتیاو نشتون او تکالیفو زیاتوالی تر ناامنۍ جدي نه دی څرګند شوی. که هرڅو دا ټول په یوه بله بڼه د بشر د ناامنۍ لمنې دي. خو مستقیمه او واضحه مانا باندې ناامني چې د انسان شتون ته ګواښ پېښوي تر هر بل څه زیات د بې پناهۍ په منځ ته راوړلو کې مطرح ګڼل کېدلی شي.

له افغانستانه وتي پناه غوښتونکي ډېر یې د ناامنۍ، بېکارۍ او بې­سرنوشتۍ له مخې دي. بېکارۍ لپاره د حل لارې نه دي کتل شوې او دا وضعیت همسې دي، چې هم د مهاجرت او هم د پناه غوښتنې لامل ګرځي.

په حقیقت کې د دغې را ټوکېدنکي انرژۍ لپاره (چې د ملت ځوانان دي)، لنډمهال څه پروګرامونه نه‌دي وړاندې شوي، او دا دی ورو ورو دې ته هم رسېږو چې افغان هویت د نړۍ په کچه بېلابېلو هېوادونو کې شرایطو د تنګسۍ نه وپېژندل شي.

څنګه داسې شوي؟

په اصل کې ټولو رسنیو، بنسټونو، کورنیو، مشرانو او دولت نه شوای کړی چې لازمه آګاهي او پوهاوی ایجاد کړي تر څو پخپله ټولنه کې د امن راوستلو په موخه هر یو پناه غوښتونکی خپل رول وپېژني او باور پرې وکړي. کومه بې‌باوري چې تېرو لسیزو کې منځ ته راغله د یو ټولنیز کړکېچ په توګه یې یو شمېر هېوادوال اړ کړل تر څو وطن پرېږدي.

د ځینو کنسلګریو او نړیوالې ادارې نمایندګیو کې د افغانانو د پناه غوښتنې لېسټونه دومره اوږده دي چې کلونه ورته باید انتظار وباسي او د عمر ځینې مهم کلونه او وختونه په دغه بې سرنوشته او بدقیمته پدیدې ولږوي.

دا منو چې ناامني ده او دا فضا څومره چې واقعا ناامنه ده هغومره لا ذهني او اېډیالوژیکه ده. د دې ناامنۍ د هوارۍ لپاره پناهیانو خپل رول ونه لید او پر دغو شته مشرانو یې باور نه شو کړی، هر ځای چې لیاقت او شایستګي دفن شوې وه او هېوادپالنه خدای بښلې وه، نوره نو یوازینۍ لاره دا وه چې وطن پرېږدي.

د دغې فضا په منځ ته راوړلو کې دولتي بنسټونه چې د ضد او نقیضو کړیو له ناهمغږو ناستو جوړه ده، لازم رول نه دی لوبولی. هغه کسانو له دغو بهیرونو او پر پناغوښتنې د رسنیزو شننو نه ګټه پورته کړه چې همدوی د وضعیت په ناامنۍ او د فضا په داسې را جوړېدنه کې رول درلود. همدوی بېرته د دغې پناه غوښتنې له لمن میلیارډران شول او لویو څوکیو په سر ناست.

ازادي هغه یو مطلوب او ارزښمن حق دی چې هر څه ورته ارزېدلي دي او پر هر څه یې چې وګړي ترلاسه کړي، ورته ارزانه ښکاري. دومره خطرونه، ګواښونه او سر پرېکون چې امن ته د رسېدو لپاره منل شوي، کېدی شي هېڅ بل ځای او بل څه ته نه وي منل شوي.

دغه پناغوښتنې څه وړاندې کوي؟

له هر هېواده چې وي د پناغوښتونکیو شمېر زیاتېدنه د هغه هېواد د وضعیت ناموزوني انځوروي. زما یوه خاطره را په یاد شوه چې آلمان ته په وتلو کې یوه ځوان ته الماني مرکه کوونکي ویلي وه: [د دې په ځای چې څو لکه کسان دلته راشئ، څو زره کسان پورته شئ خپل دولت واړوئ!].

دا بې نظمه او خپره شوې انرژي چې افغانان یې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسول، دا تصویر ایجادولی شي چې د افغانستان دولت، هویت، شرایط او رول له معقول او مطلوب وضعیته ډېر زیات لرې او ناسم دی. دا تصویر زموږ واقعي ناامنۍ او ذهني ناامنۍ جوړ کړی.

په فردي بڼه ولې باید موږ هر یو نه شوی کولی  دخپل هېواد په کنټرول کې سالم او رغنده رول ولرو؟ ولې باید د حل لار په دې وتلو کې لیدل شوې وي؟ څنګه باید ورته فکر شوی وی او ... خو دا ټول یوه مسأله را پورته کوي: نظام.

د نظام نشتون او پر نظام نه کار کول او د نظام نه جوړول دا شرایط دومره بد وي چې هر وګړی یې بېل واوسي او خپل مهارتونه بلې ټولنه کې د هغې ټولنې لپاره وکاروي ځکه چې په خپلې ټولنه کې ځان ته ځای نه‌ويني. اوس هم له پناهیانو سره د یوه فرد په توګه خبرې کېږي یا باید وشي او که د دوی سیستم سره باید خبرې شوې وي یا وشي، دا مالومه ده چې سیستم نه وي، نه دوی هلته منل کېږي او نه ځای پیدا کوي.

اوس که د دورکیم وېشه راوړو او روښانه یې کړو اول خو نه شو ویلی چې موږ میکانیکي ټولنه یو که اورګانیکي. ځکه د دواړو نښې موږ کې شته. انومیک وضعیت همغه وي چې د ارزښتونو تناقض او تضاد حاکم وي، او وګړي په اطاعت کې حیران کړي. بیا نو داسې شرایط لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره چې پخپلې وړتیا او یا هویت سره غواړي د یوې متکثرې ټولنې غړی واوسي، هویت نه ورکول کېږي.

نتیجه داسې اخلم هر هغه څوک چې لږ څه بدل شوی، نوی شوی او یا یې د ځانګړي تصویر له مخې خپله راتلونکې برابرېدو ته هڅه کړې، له خپلې پخوانۍ ټولنیزې جوړېدنې سره نه‌دی برابر شوی. هلته جوړ نه‌دی راغلی او بیا نو اړ شوی چې دلته ګواښ نه ځای په دې توګه خلاصولی شي چې بلې ټولنې ته ورشي.

دا لړۍ موږ ته دا درس راکوي چې د ټولنې په هغه لازم ډول نوې کېدو کې سالمه ونډه واخلو. متمرکز سیستم جوړ کړو، او ټول پکې د منلو لپاره سره د توپیره را ځای کړو. نوې همغږۍ منځ ته راوړو او ورسره ناامني را ټیټه او ورکه کړو، هغه مهال یو داسې وضعیت درلودلی شو چې یو بل وزغمو او د مرګ له وېرې یې بل هېواد ته پناه غوښتی نه‌کړو.

شریک کړئ

ورته مطالب